د حمل مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۰۶ زره او ۷۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
ټولګټو وزارت وايي؛ د حیرتان بندر له لارې ۲۳۷ زره او ۱۶۶ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۹ زره او ۵۵۹ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۳۹ زره او ۷۸۶ ټنه او د خواف-هرات له لارې ۱۰ زره او ۲۵۴ ټنه، چې ټولټال ۳۰۶ زره او ۷۶۵ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
یاد وزارت زیاته کړې؛ د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په حمل مياشت کې ۲۹ زره او ۷۷۱ ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه اوکینو د انارو جوس دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.