د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د افغانستان کرېکټ بورډ پرلهپسې جدي کار او هڅې کړې او په نږدې څلورو کلونو کې یې ګڼې لاسته راوړنې لرلې دي.
د یادې ادارې په هڅو افغان ملي لوبډله په نړیوال ډګر کې ښه ځلېدلې او د پیاوړو لوبډلو سره سیالۍ ورته برابرې شوې دي.
د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د افغانستان کرېکټ بورډ لاسته راوړنو ته په لاندې ډول کتنه کوو:
- د اسلامي امارت په لومړیو ورځو کې -چې سفارتي، بانکي او د سفر ستونزې وې- افغان ملي لوبډلې د کرېکټ بورډ په هڅو د بهرنیو چارو وزارت او کرېکټ نړیوالې شورا په مرسته په نړیوال جام کې ګډون وکړ.
- د لومړي ځل لپاره یې د پیاوړو هېوادونو (هند، بنګلهدېش، سریلانکا، ویسټ انډیز، پاکستان او سویلي افریقا) له لوبډلو سره دوه اړخیزې سیالۍ برابرې کړې دي.
- د لومړي ځل لپاره د بنګلهدېش، سویلي افریقا او پاکستان په څېر لوبډلو څخه دوه اړخیزه لوبلړۍ ګټل شوې.
- په اسیايي لوبو کې د سپینو زرو مډال ګټل او دویم مقام ترلاسه کول.
- د لومړي ځل لپاره د یو ورځنیو سیالیو په نړیوال جام کې د ۴ لوبو په ګټلو سره شپږم مقام ترلاسه کول. په دې جام کې افغان لوبډلې انګلستان، سریلانکا، پاکستان او هالنډ لوبډلو ته ماتې ورکړه.
- د لومړي ځل لپاره د ۲۰ اوریزو سیالیو نړیوال جام کې تر نیمه پایلوبې رسېدل او د اسټرالیا او نیوزیلنډ په څېر پیاوړو لوبډلو په شمول د ۵ لوبډلو ماتول.
- د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرېکټ لوبغالو او روزنځایونو جوړول او بیارغول، په ځانګړې ډول په لومړي ځل په هغو زونونو کې پرمختیایي پروژې پلې کول، چې هلته وړاندې د کرېکټ په برخه کې کار نه و شوی. لکه: په تخار، بدخشان، غزني، پکتیکا، پروان، کاپیسا او ورته نورو ولایتونو کې د کرېکټ روزنځایونه جوړول.
- د نورو لوبغالو یا میدانونو تر څنګ د پینځو زونونو د میدانونو لا معیاري کولو چارې، چې پکې د ۱۰ زرو تر ۲۰ زرو نندارچیانو لپاره د ناستې سر پټي ځایونه او د شپنۍ سیالیو لپاره څراغونه په نظر کې نیول شوي. په دغو میدانونو کې د کابل، ننګرهار، خوست، کندهار او کندوز لوبغالي شامل دي. همدارنګه په لغمان، لوګر او پکتیا کې د کرېکټ نوي میدانونه جوړول.
- د هېواد په دننه د لومړي ځل لپاره د کرېکټ روزونکو، طبي مساژرانو، لوبڅارانو، ډاکټرانو او بېلابېلو تخنیکي کارکوونکو لپاره د بهرنیو استادانو په شتون کې روزنیز سیمینارونه برابرول.
- د کورني کرېکټ د سیالیو ډېرول او معیاري کول، چې پکې د ویشتنځایونو معیاري کول، د معیاري وسایلو کارول، ژوندي نشرات، نړیوال مبصرین او بېلابېلې برخې شاملې دي.
- په کورنیو او نړیوالو سیالیو کې د هېواد مهمو او حیاتي پروژو ته کمپاین کول. لکه: قوش تیپه ملي شل اوریزې سیالۍ، چې تېر کال ترسره شوې. د افغانستان د بېلابېلو تاریخي او ښکلو سیمو ننداره تر څو نړیوال سیلانیان را جذب شي.
- په جامونو کې د افغانستان د خالصو توکو کارول. لکه: لاجورد، رخام ډبره، کونړ لرګی او… په نړیوالو پېژندل. دغه راز په ډالیو کې د کندهاري یخنونو، د هرات زعفرانو، وچې میوې، قالینو او ورته نورو توکو ډالۍ کول.
- د الف لوبډلې احیا کول، چې د ملي لوبډلې لپاره د بهترین ملاتړ په توګه ترې کار اخیستل کیږي.
- د ځوانانو اسیا جام اتلولي کټل.
- د لومړي ځل لپاره په اتلانو جام سیالیو کې ګډون کول او د انګلستان په ماتولو سره پینځم مقام ګټل.
- د کرېکټ بورډ، کارمندانو او لوبغاړو له لوري په هر ستونزمن وخت کې له هېوادوالو سره نغدي او د اړتیا وړ توکو مرستې. لکه: د پکتیکا او هرات زلزلو پر مهال، په تورخم کې د کډوالو راستنېدو پر مهال او بغلان کې د سیلابونو پر مهال.
- د غوره خدماتو او کرېکټ پرمختګ له امله د کرېکټ نړیوالې شورا او اسیایي شورا له لوري د کلنۍ بودیجې ډېروالی.
- د لوبو، رسنیز حقوقو او ټولنیزو حسابونو پر مټ ښه عواید ترلاسه کول.
- په کورنیو سیالیو کې د برېښنايي پېژندپاڼو جبري کول او پر مټ یې شفافیت رامنځته کول.
- په نړیوالو میدانونو کې د لوبې د پیل له مخه تلاوت، د جماعت لمونځ، دعا او ورته کړنو سره د اسلامي ارزښتونو ساتنه.