ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د  تېر کال په څلورمه ربعه کې د نږدې ۴۰۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۳ کال څلورمې ربعې اړوند د هېواد د صادراتو او وارداتو ارقام راټول، توحید او تحلیل کړي دي.

د دې ارقامو له‌مخې د صادراتو ارزښت ۴۰۳.۹ میلیون ډالره او د وارداتو ارزښت درې میلیارده او ۱۴۲.۶ میلیون ډالرو ته رسېږي.

دا په دې داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۲ کال په څلورمه ربعه کې د صاداراتو ارزښت ۴۲۲.۲ میلیون ډالرو ته رسېده، چې د ۱۴۰۳ کال څلورمې ربعې په پرتله ۴.۳ سلنه کموالی په‌کې راغلی دی.

همدارنګه د ۱۴۰۲ کال په څلورمه ربعه کې د وارداتو ارزښت دوه میلیارد او ۳۴۸.۲ میلیون ډالره و، چې د ۱۴۰۳ کال د همدې مودې په پرتله په وارداتو کې ۳۳.۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ۱۴۰۳ کال په څلورمه ربعه کې تر ټولو زیات صادراتي توکي هند هېواد ته وو، چې ارزښت یې ۱۶۰.۵ میلیون ډالرو ته رسېده او ورپسې پاکستان د ۱۲۹.۳ میلیون ډالر، عربي متحده امارات د ۱۹.۱ میلیون ډالر او ایران د ۱۵.۷ میلیون ډالرو په ارزښت د جدول په ورپسې کرښو کې راځي.

د ۱۴۰۳ کال د څلورمې ربعې د صادراتي توکو په ډله کې وچه او تازه مېوه  د ۱۶۰.۷ میلیون ډالرو په ارزښت تر نورو زیاته ونډه لري او ورپسې د ۶۳.۲ میلیون ډالرو په ارزښت طبي بوټي او د ۴۹.۱ میلیون ډالرو په ارزښت معدني توکي په ترتیب سره دویم او درېیم ځای خپل کړی دی.

د تېر کال په یاده موده کې د هېواد تر ټولو زیات وارداتي توکي له ایران څخه وو، چې ارزښت یې ۸۶۹.۶ میلیون ډالرو ته رسېده.

ورپسې چین د ۴۳۸.۲ میلیون ډالرو، پاکستان د ۳۹۶.۳ میلیون ډالرو او عربي متحده امارات د ۲۹۹.۴ میلیون ډالرو په ارزښت په ترتیب سره دویم، درېیم او څلورم ځای خپل کړی دی.

د تېر ۱۴۰۳ کال په څلورمه ربعه کې د هېواد د وارداتي توکو په ډله کې نفتي مواد او روغنیات د ۶۲۸ میلیون ډالرو په ارزښت زیاته ونډه لري او ورپسې ماشینونه، ټرانسپورټي وسایط او پرزې د ۴۷۴ میلیون ډالرو په ارزښت دویم، منسوجات د ۱۲۹.۸ میلیون ډالرو په ارزښت او فلزات او فلزي محصولات د ۱۰۳.۱ میلیون ډالرو په ارزښت درېیم او څلورم ځای لري.