ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د روان کال کانکور ازموینه د جوزا پر ۷مه پيلېږي

د ازموینو ملي ادارې مسولینو نن(یکشنبه د ثور۷ مه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د ۱۴۰۴ کال د عمومي کانکور، دیني مدرسو، اختصاصي او شپې پوهنځیو ازموینو اخیستلو د احتمالي پلان په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل.

د ازموینو ملي ادارې رییس شیخ عبدالباقي حقاني په دې خبري کنفرانس کې ویلي، د ۱۴۰۴ کال د عمومي کانکور ازموینه په پینځو پړاوونو کې تنظیم شوې، چې د لومړي پړاو ازموینه به د غبرګولي په ۷، ۸ او ۹ مه؛ د دویم پړاو به د غبرګولي په ۲۸، ۲۹ او ۳۰مه؛ د درېیم پړاو به بیا د چنګاښ په ۵ او ۶مه؛ د څلورم پړاو به د چنګاښ په ۱۳ او د پینځم پړاو ازموینه به د چنګاښ په ۲۰ مه نېټه واخیستل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې میدان وردګ، لوګر، پروان، پنجشیر، کاپیسا، غزني، پکتیکا، بغلان، غور، بامیان او ډایکندي ولایتونه په لومړي پړاو، ننګرهار، کندهار، نیمروز، پکتیا، د نورستان درې حوزې، لغمان، هلمند، زابل، کونړ، خوست، فراه او روزګان ولایتونه په دویم پړاو؛ تخار، جوزجان، بادغیس، کندوز، سرپل، هرات، بلخ، فاریاب، سمنګان او بدخشان ولایتونه په درېیم او کابل ولایت په څلورم پړاو کې شامل دي. 

د ښاغلي حقاني د معلوماتو له مخې پینځم پړاو، چې په کابل ولایت کې د چنګاښ په ۲۰مه نېټه اخیستل کېږي، د دیني مدرسو، اختصاصي (څوارلسم پاسانو)، د ولایتونو غیرې حاضرانو، خارج مرز او د شپې پوهنځیو ازموینې ته ځانګړی شوی دی.

د ازموینو ملي ادارې مسولینو د معلوماتو له مخې، سږ کال د ماسټرۍ پروګرام کې د جذب ظرفیت ۳۰۰۰، د لېسانس دورې د جذب ظرفیت ۷۶ زره او ۴۰۰ او د نیمه لوړو زده کړو د جذب ظرفیت ۳۳ زره او ۵۵۰ کسان دی.

یادو مسولینو ډاډ ورکړی، چې ازموینه به په بشپړ شفافیت واخیستل شي، تر څو وړ او استعداد لرونکي کسان لوړو زده کړو ته لاره پیدا کړي.

د ازموینو ملي ادارې رییس ټینګار کوي، چې د سږني کانکور ازموینې لپاره ښه چمتووالی نیول شوی او د ازموینې لپاره د پوهنې وزارت د موجوده نصاب له مخې په پښتو، دري، عربي او انګلیسي ژبو نوې او معیاري پوښتنې جوړې شوي دي.

د ازموینو ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د ۱۴۰۴ کال د کانکور عمومي پایلې به د چنګاښ میاشتې په وروستیو او یا د زمري میاشتې د لومړۍ اونۍ په پیل کې اعلان شي.