د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا د برخې له رییس محمدرضا بهرامي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سوداګرۍ، اقتصاد او د افغان کډوالو ستونزو په اړه خبرې کړې دي.
محمدرضا بهرامي د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اوسني وضعیت خوښي ښودلې او د خپل وروستي سفر یادونه یې کړې، چې په کابل کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره د سوداګرۍ، اقتصاد او د ایران مېشتو افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، د افغانستان د کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر سره یې د کډوالو د حضور د قانوني کولو او بېرته ستنولو په اړه هم سلا مشورې کړې دي.
د کرنې وزارت د کرنې مرستیال د ایران له حکومت څخه مننه کړې، چې د افغانستان پلاوي ته یې د ایران اووم صادراتي کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې وه.
نوموړي د تېرو درېیو کلونو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر چټک پرمختګ ټینګار کړی او ویلي یې دي، د دې بهیر دوام کولی شي همکاري نورو برخو ته هم وغځوي.
مولوي صدر اعظم عثماني د ایران له خلکو او حکومت څخه د افغان کډوالو د کوربهتوب له امله هم مننه کړې او زیاته کړې یې ده، اسلامي امارت هڅه کوي د ایران په همکارۍ د کډوالو د باعزته بېرته ستنولو زمینه برابره کړي.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو د کرنیزو صنعتي همکاریو، د کرنیزو محصولاتو په برخه کې د پانګونې او د خصوصي سکتور د پیاوړتیا په اړه هم هر اړخیزې خبرې کړې دي.
افغانستان او ایران د اوږدې مودې راهیسې په بېلابېلو برخو کې تاریخي، کلتوري او اقتصادي اړیکې لري.
د افغان کډوالو ستونزه د دواړو هېوادونو لپاره مهم بحث دی او په وروستیو کلونو کې د اقتصادي همکاریو د پراخېدو هڅې روانې دي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا نوره هم پیاوړې شي.