د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په دوحه کې د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آلثاني سره لیدنه وکړه.
په دې ناسته کې د افغانستان او قطر په دوه اړخیزو اړیکو، د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړولو او ځینو سیمهییزو چارو خبرې شوې.
د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د خپل هېواد اړیکې نږدې او د ورورولي یادې کړې او د سیمې له هېوادونو سره یې د افغانستان د اړیکو له پراختیا خوښي څرګنده کړې ده.
ښاغلي محمد بن عبدالرحمن آلثاني د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پراختیا مهمه بللې او ټینګار یې کړی، چې د دواړو هېوادونو خصوصي سکټور باید منظمې اړیکې ولري.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د قطر د لومړي وزیر او د بهرنیو چارو د وزیر د بلنې له امله مننه کړې او د اسلامي امارت په بهرني سیاست کې يې د قطر ارزښت ځانګړی بللی دی.
مولوي امیر خان متقي د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې د قطر رول د ستاینې وړ بللی او زیاته کړې یې ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې له لوړېدو سره به دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې شي.
ښاغلي متقي وړاندیز کړی، تر څو قطر په افغانستان کې په پراختیايي او سوداګریزو فرصتونو کې پانګونه وکړي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د کچې لوړولو پر لارو چارو کار وکړي.