د ایران د بندر عباس په رجایي بندر کې د چاودنې او اورلګېدنې له امله د وژل شویو شمېر ۷۰ ته رسېدلی.
چارواکي وايي، چې ۲۲ کسان نادرکه دي او لسګونه جسدونه لا هم نه دي پېژندل شوي. دغهراز له ۱۲۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي هم دي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د اور وژنې عملیات پای ته رسېدلي، خو ځایي مسولینو ویلي، چې د مرستې رسولو او ژغورلو عملیات لا هم روان دي.
د ایران د بندر عباس په رجايي بندر کې تېره شنبه د ثور پر ۶مه زروره چاودنه وشوه، چې تر ۵۰ کیلو مترۍ یې اغیز حس شوی. وروسته اور هم لګېدلی او ګڼې ویجاړۍ رامنځته شوې دي.
چارواکي د اور د کنټرول خبر ورکوي او وايي، چې د سیمې پاکول او د کانټینرونو لېږد ښايي تر دوو اونیو وخت ونیسي.
له دې چاودنې درې ورځې وروسته د مړو شمېر لا هم په زیاتېدو دی.
ایران له دې چاودنې وروسته پرون دوشنبه د ثور پر ۸مه په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړ.