ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کندهار، زابل او هلمند ولایتونو کې د برېښنا د درېیو لویو پراختیايي پروژو پاتې چارې پيل شوې

د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند، د کابینې یوشمېر غړو او د کندهار، زابل او هلمند ځايي مسولینو په شتون کې د روان ۱۴۰۴ لمريز کال د ثور مياشتې په اتمه نېټه په کندهار، زابل او هلمند کې د برېښنا درېیو لویو پراختیايي پروژو پاتې چارې پيل شوې.

 د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د خپلې وینا پرمهال وویل؛ دا پروژې د برېښنا په برخه کې ځان بسیاینې ته د رسېدو، د نویو کاري فرصتونو رامنځته کولو او زیربنا پياوړتيا پر لور مهم ګامونه دي، چې په مرسته به یې د کجکي بند برېښنا په بشپړ ډول کندهار ته ولېږدول شي.

په دې برېښنا سره به کورونه روښانه او صنعت به وده وکړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه؛ اسلامي امارت په کور دننه له شته سرچینود برېښنا د تولید په برخه کې جدي هڅې کوي، چې په همدې موخه یې څه موده وړاندې له خصوصي سکټور سره په بېلابېلو ولایتونو کې د ۲۵۰ میګاواټه په ظرفیت له لمر، باد او ګازو څخه د برېښنا تولید تړونونه لاسلیک کړي دي.

 په دې مراسمو کې ټولو مسولينو د برېښنا کورني تولید پر پراختیا، د برېښنا نیمګړو پروژو پر بشپړولو، صنعتي، سوداګریزو او کرنیزو برخو ته د اړتیا وړ برېښنا پر رسولو ټينګار وکړ.

 په یادو پروژو کې د زابل مرکز قلات سب‌سټېشن او د کندهار ختیځ سب‌سټېشن د پاتې چارو بشپړول او همداراز له کجکي برېښنا تولیدي کارخونې څخه د کندهار ختیځ سب‌سټېشن پورې د ۱۱۰ کېلوولټ برېښنا لېږد مزي غځول شامل دي.

په دې پروژو باندې نږدې یو میلیارد افغانۍ لګښت راځي، چې سلګونه زره نوي پېرودونکي به له برېښنا برخمن او ډېرو هېوادوالو ته به کاري فرصتونه رامنځته کړي، چې پروژو په بشپړېدو سره به د کجکي برېښنا تولیدي کارخونې ټوله برېښنا په اساسي ډول جذب او صنعتي، سوداګريزو او کرنیزو سکټورونو ته به د اړتیا وړ برېښنا برابره شي.