د زندانونو چارو د سمون ادارې مسولین وايي، چې د اسلامي امارت په هڅو يي شاوخوا ۲۰۰ افغان زندانیان له ایران څخه هېواد ته رالیږدولي، تر څو په کور د ننه د خپل بند موده تېره کړي.
د یادې ادارې د ویاند محمد نسیم لالهاند په وینا، دوه ایراني اتباع هم، چې د افغانستان په بندخونو کې ساتل کېدل، ایراني چارواکو ته سپارل شوي، تر څو د ایران په زندانونو کې خپله د بند موده تېره کړي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې شاوخوا ۱۶ سوه افغان زندانیان هېواد ته را لېږدول شوي.
د اسلامي امارت مسولینو ویلي، هڅه کوي چې له نورو هېوادونو هم د افغان بندیانو د را لېږدولو لړۍ روانه وساتي.