کرنیز سکټور؛ د پر ځان بسیاینې او صادراتو فرصتونه
سریزه
افغانستان د خپل جغرافیوي جوړښت، اقلیم او پریمانه طبیعي سرچینو د درلودلو له امله د کرنې او مالدارۍ په برخه کې زیات فرصتونه لري.
کرنه او مالداري د افغانستان په ملي اقتصاد کې ځانګړی رول لري او د هېواد د اقتصاد یو مهم شاخص دی چې د پرځان بسیاینې او صادراتو په برخه کې حیاتي رول لوبولی شي.
شته ستونزو او خنډونو ته په پام سره د کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا او ودې په موخه د مناسبو کړنلارو او تګلارو جوړول او د فرصتونو پیژندنه مهم دي.
د نړیوالو بنسټونو د معلوماتو له مخې د افغانستان ډېر اوسېدونکي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او د ملي ناخالصو عوایدو ۳۴ سلنه برخه کرنیز محصولات جوړوي.
همدارنګه د هېواد د صادراتو ډېره برخه هم کرنیز او د مالدارۍ محصولات دي. نو دې ته په پام سره په هېواد کې د کرنې او مالدارۍ سکټور ځانګړی اهمیت لري.
کارپوهان وایي د همدې سکټور په وده او پراختیا سره افغانستان د پرمختګ لوړو پوړیو ته رسول کېدای شي.
د هېواد په ملي اقتصاد کې د کرنې او مالدارۍ ارزښت
د افغانستان د نفوس شاوخوا له ۵۰ سلنې زیات په کلیو کې ژوند کوي او د کلیوالو سیمو اقتصاد په کرنه او مالدارۍ ولاړ دی.
د خپرو شویو شمېرو له مخې ۶۱ سلنه کورنۍ د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاوې او عاید د کرنې او مالدارۍ له برخې لاس ته راوړي.
د افغانستان د احصایې ملي ادارې د مالوماتو له مخې له ډېرو کلونو را په دیخوا کرنه، صنعت او خدمات د افغانستان د کورني ناخالص تولید مهمې برخې دي.
کرنې او مالدارۍ چې په افغانستان کې په دودیزه توګه د اقتصادي پراختیا لپاره یو شاخص بلل کېږي، د خلکو لپاره د ۴۰ سلنې کاري فرصتونو په برابرولو کې هم خپله فعاله ونډه اخیستې ده.
افغانستان اوس د سوداګرۍ نا انډول بیلانس لري چې د صادراتو په پرتله یې واردات څو برابره ډېر دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خپرو کړو شمېرو له مخې، د ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو لسو میاشتو کې د افغانستان د ټولې سوداګرۍ کچه ۱۰.۷۳۲ میلیون ډالره او په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د ټولې سوداګرۍ کچه نږدې ۹.۹۵۷ میلیون ډالرو ته رسېده.
د ۱۴۰۳ کال د لومړیو لسو میاشتو د ټولې سوداګرۍ څخه ۱.۵۳۳ میلیون ډالره صادرات او پاتې نور یې واردات وو او د ۱۴۰۲ لمریز کال د ټولې سوداګرۍ څخه ۱.۸۱ میلیون ډالره یې صادرات او پاتې برخه یې واردات وو.
د کورني ناخالص تولید درې مهم شاخصونه صنعت، خدمات او کرنه دي چې د مختلفو دلایلو له امله یې یوه هم په افغانستان کې مطلوبه وده نه ده کړې.
افغانستان د کورني ناخالص تولید د کچې زیاتوالي په موخه پر صنعت سربېره د کرنې سکټور پرمختګ ته شدیده اړتیا لري، ځکه چې دلته نږدې دوې برخې نفوس، په میلیونونو جریبه هوارې ځمکې او کافي اوبه د کرنې د پرمختګ او پراختیا لپاره موجود دي.
شمېرې ښیي چې د کرنې برخه پر دې سربېره چې د صادراتو ډېره برخه جوړوي، د کاري فرصتونو په برابرولو کې هم تر نورو ټولو سکټورونو او شاخصونو مخکې ده.
که څه هم په دې برخه کې مطلوبه پانګونه هم نه ده شوې، خو له دې ټولو ستونزو سره سره له نورو برخو ډېر بهرني اسعار هېواد ته راوړي.
په همدې ډول په کارموندنه کې هم د کرنې سکټور ونډه د پام وړ ده، د احصایې د ملي ادارې د شمېرو له مخې په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د کرنې ونډه ۷۸ سلنه، د خدماتو ۱۶ سلنه او د صنعت ۶ سلنه وه، خو په ۱۳۸۹ او ۱۳۹۰ لمریز کلونو کې د کرنې دا ونډه ۶۷ سلنې ته راټیټه شوې ده. د هېواد په کرنیز سکټور کې د پانګونې چارې لا هم ټکنۍ دي.
په کرنیز سکټور کې د پانګونې اړتیا
افغانستان د یوه کرنیز هېواد په توګه د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له پاره پرېمانه طبیعي سرچینې لري.
په دغه هېواد کې د غنمو، شولو (وریجو)، سبو، میوې، پنبې، زعفرانو، هنجې او ګڼو نورو برخو کې ښه ظرفیتونه شته.
همدارنګه د مالدارۍ په برخه کې هم کېدای شي د غوښې، لبنیاتو، هګیو او له همدې توکو جوړېدونکو خوراکي موادو د تولید په برخو کې پراخې پانګونې وشي، خو په تېر کې د یو لړ ستونزو له امله دې برخې ته پام نه دی شوی.
په ورته وخت کې د زیربناوو نشتوالی هم یوه ستونزه ده چې که پاملرنه ورته وشي په لږ وخت کې حل مومي. دې ته په پام سره ویلی شو چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکتور د پانګونې له پاره ښه ظرفیتونه لري، خو تراوسه پکې لویه پانګونه نه ده شوې او کومه پانګونه چې خصوصي سکټور کړې هم د پام وړ نه ده.
کرنه د مخ په وده هېوادونو له اقتصاد سره پینځه مهمې مرستې کولی شي. دا مرستې د کار د ځواک رامنځ ته کول، پانګه، بهرني اسعار، د صنعتي برخې له پاره خام مواد برابرول او په کور د ننه د تولید شویو صنعتي توکو له پاره د مناسب بازار برابرول دي.
له دې ټولو سره سره په هېواد کې کرنیز سکټور د ودې په حال کې دی او په ځینو برخو کې، پرځان بسیاینې ته نږدې شوی دی.
په کرنیز او مالدارۍ سکټور کې شته فرصتونه
د ځینو شمیرو له مخې په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر چې د کار کولو په شرایطو برابر دي ۱۵ میلیون تنو ته رسېږي، چې له دې ډلې یې په ترتیب سره د دغو کسانو له ډلې په صنعت او خدماتو کې د ټولو د کار وړ کسانو لس لس سلنه په کار بوخت دي او ۸۰ سلنه نور ټول د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې کار کوي.
له دې شمېرو ښکاري چې په کرنه او مالدارۍ کې شاوخوا ۱۲ میلیونه کسان کار کوي، چې د هېواد د سړي سر عوایدو په ډېروالي کې مهمه ونډه لري او دا کسان یې ډېر خپلو کورنیو ته ډوډۍ برابروي.
کرنیزه پرځان بسیاینه
د افغانستان کرنه به ګڼو برخو کې فرصتونه لري چې که پانګونه پکې ډېره او د خړوبولو او پروسس په چارو کې یې له عصري سیستمونو کار واخیستل شي، کولی شي هېواد پر ځان بسیا او له اړتیا اضافه توکي بهر ته صادر کړي.
څو مهمو ته یې په لاندې ډول نغوته کوو:
غنم:
غنم د افغانستان د اوسېدونکو په اصلي او اساسي غذایي توکو کې راځي. په ۱۴۰۳ کال کې د افغانستان د کرنیزې ځمکې څخه پر ۳۲ سلنه ځمکه غنم کرل شوي وو. په وروستیو څو کلونو کې دوامدارې وچکالۍ، طبیعي پیښو او نباتي آفتونو د نورو کرنیزو توکو په شان د غنمو کروندې هم زیانمنې کړې او په حاصلاتو کې یې د پام وړ کموالی راغلی و، خو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، په ۱۴۰۳ کال کې د تېرو نورو کلونو په پرتله د غنمو په حاصل کې ډېروالی راغلی دی.
په دغه کال کې په هېواد کې پر ۲.۱۲ میلیون هکټاره ځمکه غنم کرل شوي و، چې د ۱۴۰۲ کال په پرتله یې د کر ځمکه ۴.۷ سلنه زیاته شوې ده.
له بلې خوا په روان ۱۴۰۳ کال کې د غنمو حاصلات ۴.۸۳ میلیون مټریک ټنو ته رسیدلي چې د ۱۴۰۲ کال په پرتله ۱۰ سلنه ډېروالی ښیي.
دا په داسې حال کې چې په ۱۴۰۳ کال کې په هېواد کې ۶٫۸۲ میلیون ټنه غنمو ته اړتیا اټکل شوې وه او دې ته په پام دوه میلیون ټنه کموالی ښیي. د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې په ټول هېواد کې په ۱.۳۸ میلیون هکټاره اوبیزه ځمکه او په ۷۳۶ زره هکټاره للمه ځمکه غنم کرل شوي وو.
د ۱۴۰۲کال په پرتله په ۱۴۰۳کال کې د غنمو په اوبیزه ځمکه کې ۲.۸ سلنه او په لملمه ځمکه کې ۸.۲ سلنه ډېروالی راغلی و. دې ته په پام که د کرنیزو چارو په برخه کې جدي هڅې وشي، نو د هېواد کرنیز سکټور کولای شي د اړتیا وړ غنم په کور د ننه برابر او له بهر څخه یې د واردولو اړتیا پیښه نشي.
وریجې:
له غنمو وروسته وریجې د افغانستان په مهمو او ارزښتناکه غذایي توکي کې شمېرل کیږي چې تر اوړو وروسته د خوراکي توکو دویمه درجه اړتیا بلل کېږي او په هغو ولایتونو کې کرل کېږي چې د کرنې له پاره پرېمانه اوبه لري.
په ۱۴۰۳ کال کې په ۱۷ ولایتونو کې شولې(وریجې) کرل شوې وې.
شولې معمولا د غويي، غبرګولي او چنګاښ په میاشتو کې کرل کیږي او په میزان او عقرب میاشتو کې یې حاصل اخیستل کیږي.
تراوسه افغانستان د خپلې اړتیا وړ ټولې وریجې نشي برابرولی او یوه برخه یې له بهرنیو هېوادونو واردیږي، خو هڅې روانې دي چې د وریژو د تولید کچه لوړه او د هېواد اړتیا تر ډېره له کورنیو سرچینو پوره شي.
په تېرو څو کلونو کې دوامدارې وچکالۍ د شولو د کر کچه هم راټیټه کړې ده، خو بیا هم په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د هېواد په یو شمېر سیمو کې شولې کرل شوې و او د ۱۴۰۲ کال په پرتله یې په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.
ترسره شوې سروې ښیي چې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې پر ۱۲۹ زره هکتاره ځمکه شولې کرل شوې، چې د ۱۴۰۲کال په پرتله ۰.۴ سلنه ډېروالی ښیي.
په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د ترلاسه شویو وریژو اندازه ۴۳۸ زره مټریک ټنو ته رسېږي چې د ۱۴۰۲ال په پرتله ۹.۶
سلنه ډېروالی ښیي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د خپاره شوي راپور پر بنسټ، په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د هېواد نفوس ۳۵.۶۹ میلیون تنه اټکل شوی دی چې د اټکل له مخې په هېواد کې د وریژو اړتیا شاوخوا ۷۰۵ زره مټریک ټنو ته رسېږي.
اوس که د هېواد اړتیا له ترلاسه شوي حاصل سره پرتله کړو، نو لیدل کیږي چې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د هېواد په کچه ۲۶۶ زره مټریک ټنه وریژې کمې دي.
اسلامي امارت هڅه کوي چې د وریژو په حاصل کې هم د پام وړ ډېروالی راشي او له بهرنیو هېوادونو د هغو د وارداتو کچه ټیټه شي.
میوې او سبزیجات:
مېوې او سبزیجات د کرنیزو محصولاتو یو مهم توکی بلل کیږي، چې د انسان په روغتیا او د هېواد په اقتصاد کې مهم رول لري.
افغانستان د مناسب اقلیم او کافي کاري ځواک په لرلو سره د سبزیجاتو د تولید په برخه کې لوړ ظرفیت لري.
په وروستیو کلونو کې د کال په ځینو فصلونو کې ګاونډیو هېوادونو ته د سبزیجاتو صادرات لوړ شوي، چې د اقتصاد د غوړېدو په برخه کې یو غوره ګام بلل کېږی.
افغانستان د نورو کرنیزو محصولاتو ترڅنګ کافي سبزیجات هم لري چې ډېره برخه یې په هېواد کې د ننه مصرفیږي او یوه برخه یې بهر ته صادریږي.
د ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړۍ ربعه کې د رسمي ثبت شویو توکو د صادراتو ارزښت ۳۰۰.۳ میلیون ډالره و چې قاچاق او بیا ځلې صادر شوي توکي په کې نه شاملیږي.
د ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړی ربعه کې د ۱۴۰۲ کال د څلورمې ربعې په پرتله په ثبت شویو صادراتو کې ۸.۲ سلنه ( له ۳۲۷٫۳ میلیون ډالرو څخه ۳۰۰.۳ میلیون ډالرو ته) کموالی راغلی دی.
باید وویل شي چې په دې ربعه کې د تازه او وچو میوو صادرات د هېواد د ټولو صادراتو ۲۰.۲ سلنه او د طبی بوټو صادرات د هېواد د ټولو صادراتو د ارزښت ۱۶.۷ سلنه جوړوي.
د ۱۴۰۳ کال په درېیمه ربعه کې وچه او تازه مېوه د صادراتي توکو په ډله کې د ۳۲۱.۹ میلیون ډالرو په ارزښت تر نورو زیاته ونډه لري او ورپسې د ۷۹.۳ میلیون ډالرو په ارزښت سبزي، د ۶۷.۳ میلیون ډالرو په ارزښت طبي بوټو او د ۳۵.۲ میلیون ډالرو په ارزښت معدني توکو په ترتیب دویم، درېیم او څلورم ځای خپل کړی دی.
زعفران:
زعفران د افغانستان په ارزښتناکو کرنیزو محصولاتو کې راځي چې نړیوال شهرت لري.
دا نبات له ډېرو کلونو را په دېخوا د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې کرل کیږي او بزګران ترې ښه ګټه ترلاسه کوي.
د رسمي شمېرو له مخې د ۱۴۰۳ کال په لومړیو نهو میاشتو کې افغانستان د شاوخوا ۲۹ میلیونه او ۵۸۸ زره ډالرو په ارزښت ۴۲ زره او ۲۰۰ کیلوګرامه زعفران هند، هسپانیا، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، فرانسې، اسټرالیا، ترکیې او نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.
په همدې وخت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي په ۱۴۰۳ لمریز کال کې په نهه زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکه زعفران کرل شوي وو، چې ورڅخه ۴۰ مټریک ټنه زعفران ترلاسه شوي دي.
په ۱۴۰۳کال کې د زعفرانو کښت ۳۰ ولایتونو ته پراخ شوی او دا محصول د کوکنارو د بدیل په توګه وړاندیز شوی دی. د زعفرانو په تولید کې د نورو ولایتونو په پرتله هرات مخکښ دی او ویل کیږي ۹۰ سلنه برابر شوي زعفران له هرات ولایت څخه ترلاسه شوي دي.
د ځینو کارپوهانو په باور که په هېواد کې د زعفرانو د کروندګرو ملاتړ وشي، افغانستان کولی شي له زعفرانو ښه عاید ترلاسه کړي.
په نړیواله کچه افغانستان د زعفرانو دوهم تولیدونکی هېواد بلل کېږي چې په پرله پسې ډول د څوکلونو له پاره د ذایقې د نړیوالې موسسې له خوا د افغانستان زعفرانو په نړیواله کچه په نړیواله سیالۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړی دی.
پنبه
پنبه د افغانستان یو بل ارزښتناک کرنیز پیداوار دی چې نه یوازې په کور د ننه ترې کار اخیستل کیږي، بلکې بهرنیو بازارونو ته هم صادریږي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په ۱۴۰۳ کال په هېواد کې په لومړي ځل په ۱۵ ولایتونو کې د پنبې سروې ترسره کړې، چې پر بنسټ یې په ټول هېواد کې ۱۵۹ زره مټریک ټنه پنبه تولید شوې ده.
د دې سروې ارقام ښيي چې د ۱۴۰۲ کال په پرتله د پنبې په تولید کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی او په هلمند ولایت کې تر ټولو ډېره پنبه (۸۰ زره مټریک ټنه)، په بلخ کې څه باندې ۳۴ زره مټریک ټنه، کندهار کې څهباندې ۱۱ زره مټریک ټنه، جوزجان کې نږدې ۱۱ زره مټریک ټنه او ننگرهار کې څه باندې ۵ زره مټریک ټنه پنبه تر لاسه شوې ده.
د ریموټ سنسنګ ټکنالوژۍ څخه په ګټه اخیستو، چې د سټلایټي انځورونو تفسیر او تعبیر پهکې شامليږي، په ۱۴۰۳ کال کې په لومړي ځل د پنبې تر کښت لاندې سیمې هم تثبیت شوې دي، چې پر اساس یې ۱۰۵ زره هکټاره ساحه کې پنبه کرل شوې وه.
د دغه سروې پر اساس په ۱۴۰۳ کال کې په ۱۷ ولایتونو کې پنبه کرل شوې وه، چې د ۱۴۰۲ کال په پرتله تر کښت لاندې ساحو کې ۱۲ سلنه زیاتوالی ښيي، د دې معلوماتو له مخې په هلمند ولایت کې په ۵۰ زره هکټاره او کاپیسا کې تر ټولو کمه ۶۶ هکټاره ځمکه باندې پنبه کرل شوې وه.
پنبه د هېواد له مهمو صادارتې اقلامو څخه شمېرل کېږي چې یوازې په ۱۴۰۲ کال کې د ۲۷۳ میلیونو ډالرو په ارزښت پنبه او پنبه دانه بهر ته صادره شوې ده.
پایله
افغانستان په اقلیمي لحاظ د کرنې لپاره مناسب هېواد بلل کېږي او ډېر اوسیدونکي یې پر کرنه بوخت دي.
څومره چې دغه سکټور وده کوي، په هماغه اندازه ډېر او باکیفیته کرنیز توکي لاسته راځي.
افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پرځان بسیاینې له پاره ډېر فرصتونه لري چې د مناسبو تګلارو په پلې کېدو، په زېربنایي برخو کې د پانګونې، د بزګرانو او مالدارانو له پاره د روزنې او ظرفیت لوړونې برنامو په عملي کېدو او د اوبخور سیستمونو په جوړېدو او عصري کېدو سره دا هېواد کولای شي له خپلو بالقوه ظرفیتونو ښه استفاده وکړي.
افغانستان اوس د کرنې سکټور په یو شمېر برخو کې پرځان بسیاینې ته نږدې شوی او په روان کال کې د غنمو، وریژو او سبزیجاتو په برخه کې ښه حاصلات ترلاسه شوي دي.
که د هېواد کرنیز سکټور وغوړېږي او موثرې تګلارې پلې شي نو له یوې خوا به هېواد په کرنیزه برخه کې د اړتیا وړ ډېر توکي په کور د ننه تولید کړي او له بلې خوا به وکولای شي له اړتیا اضافه توکي بهرنیو بازارونو او په تېره بیا د سیمې هېوادونو ته صادر کړي.
له شک پرته چې خصوصي سکټور په دې برخه کې ډېر مهم رول لري او باید ورته زمینه برابره شي چې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
اسلامي امارت د کرنیز سکټور د ودې او پرمختګ په موخه پانګوالو ته د پانګونې اسانه شرایط او ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې، څو پانګوال وهڅول شي چې په پانګونې سره د کورنیو اړتیاوو په پوره کولو او خلکو ته په کارموندنه کې لا ډېره ونډه واخلي.