د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د یوناما له مشرې روزا اوتنبایوا سره لیدنه وکړه.
په دې ناسته کې چې له اغلې اوتنبایوا سره په سیاسي چارو کې د نوموړې مرستیالې هم ملتیا کوله، د افغان کډوالو، کورني بېځایه شویو او یو شمېر نورو مهمو مسایلو په هکله خبرې شوې دي.
د یوناما مشرې د کډوالو او کورني بېځایه شویو په اړه د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او په کابل کې د ملګرو ملتونو د ادارو تر منځ وروستۍ تخنیکي ناسته ستایلې او له کډوالو سره یې د مرستو د دوام ډاډ څرګند کړی. دغهراز یادونه یې کړې، چې ددې برخې لپاره به لا ډېر مالي امکانات راجلب کړي.
د اغلې اوتنبایوا په وینا، یوناما هڅه کوي تر څو له اسلامي امارت سره په شریکه د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې لپاره اغېزمن کار وکړي.
نوموړې ویلي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د افغانستان حالت له نږدې ارزوي او تمه ده، چې له کډوالو سره د مرستو کچه لوړه شي.
همدارنګه یې په بېلابېلو برخو کې له اسلامي امارت سره پر سیاسي خبرو او بحثونو ټېنګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د بحث وړ مسایل باید د ځانګړو لارو چارو پر مټ حل شي.
مولوي عبدالکبیر د یوناما مشرې او مل پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او له کډوالو سره د ملګرو ملتونو د ادارو لخوا له شویو مرستو یې مننه کړې ده.
نوموړي ویلي، چې د کډوالو لپاره په لنډمهالو پنډغالو کې ډیرې اسانتیاوې او خدمات چمتو شوي او همدارنګه کډوالو ته د دایمي ښارګوټو د ویش لړۍ هم په ښه ډول پر مخ روانه ده. تر دې دمه کډوالو ۵۸ ښار ګوټي ته په پام کې نیول شوي دي.
مولوي عبدالکبیر کډوالو ته د مرستو د کچې پر لوړیدو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د ملګرو ملتونو سازمانونه دې د مهاجرینو د ښارګوټو په رغولو کې ونډه واخلي.
د ناستې په پای کې محترم وزیر ټینګار کړی، چې اسلامي امارت له نړۍ سره د خبرو پلوي کوي او د شریعت په رڼا کې له ټولو اړخونو سره تعامل ته تیار دي.
د نوموړي په وینا، اسلامي امارت د افغان خاورې امنیت تضمین کړی او د ګاونډیو په ګډون نړۍ ته له افغانستان څخه ضرر متوجه نه دی.