د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د الشفاء نمونه یي روغتون د رهبري غونډه شوې.
په دې غونډه کې د ساختماني چارو د ښه والي او چټکتیا، په یاد روغتون کې د برېښنایي (آی ټي) وسایلو د برابرولو، نصب او فعالولو په اړه خبرې شوې دي.
غونډه کې د الشفاء نمونه يي روغتون د بورډ غړو او متخصصینو او د کور او ښار جوړولو او د عامې روغتیا وزارتونو او ملي پراختیا شرکت انجنیرانو او د تدارکاتي چارو متخصصینو شتون درلود، چې په عاجله توګه د یاد روغتون د فعالولو او ګټه اخیستنې په اړه تر هر اړخیز بحث وروسته لازم تصمیمونه ونیول شوي دي.