ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي همکارۍ نړیوال سازمان د سوري زړه د ۳۰ ناروغانو د درملنې لګښت ورکوي

د افغاني سرې میاشتې او په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان ترمنځ د سوري زړه ناروغانو د درملنې هوکړه لیک لاسلیک شو.

د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس شیخ‌ شهاب‌ الدین دلاور او په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان له استازي دکتور محمد سعید العیاش ترمنځ د دې خیریه ملي ټولنې د سرپرست سکرتر جنرال مولوي روح الله عبدالسلام او د یاد سازمان د بشري مرستو د مسول عماد الدین رباني په شتون کې د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ۳۰ تنو ناروغانو د درملنې او عملیاتونو د مالي لګښت د ورکړې برخه کې د همکاريو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د یاد هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس د اسلامي همکاریو سازمان له همېشنیو مرستو مننه کړې او دې برخه کې یې د لا ډېرو ماشومانو د درملنې غوښتنه کړې ده.

ورپسې د اسلامي همکاريو د سازمان استازي او مل پلاوي په خپلو خبرو کې د افغاني سرې میاشتې له لوري د ترسره کېدونکو بېلابېلو خدماتو ستاینه کړې او ډاډ یې وړاندې کړی، چې د دې خیریه ملي ټولنې له لارې به د بې وزله او اړمنو وګړو لاسنیوي ته دوام ورکوي او دې برخه کې به نوې پروژې هم پیلوي.