ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اوزبیک پلاوي له افغانستان سره د کرنیزو همکاریو د پراختیا په موخه بلخ ته سفر کړی

د اوزبیکستان یو لوړپوړی پلاوی د کرنې، څېړنې او ترویج، د اوبو لګولو پراختیا او د اقتصادي او سوداګريزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه بلخ ولایت ته سفر کړی.

یاد پلاوی، چې مشري یې د اوزبیکستان د کرنې وزارت مرستيال ابدوذوکروف جمشید کوي، غړي یې د اوبو وزارت مرستيال قرشیوف رستم او د کرنې، مالدارۍ او اوبو څلور مسلکي رییسان دي.

د دغه پلاوي هرکلی د حیرتان بندري ښارګوټي کې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مرستيال مجیب‌الرحمن عمر اخوندزاده، د کرنې وزارت د غله‌جاتو رییس مولوي مصباح‌الدین مستعین، د ترویج او څېړنې سلاکار میرویس خوګیاني، حقوقي سلاکار بشیر احمد پیغام او د بلخ د کرنې رییس حافظ محمد موسی مبین کړی دی.

د دې سفر په دوام د اوزبیکستاني پلاوي مشر د بلخ له والي ملا محمد یوسف وفا سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوريو د کرنې په بېلابېلو موضوعاتو لکه د کرنیزو محصولاتو وارداتو او صادراتو پراختیا، د امو سیند د غاړو استحکامات، د مېوو او سبزیو لپاره د لابراتوارونو او معیاري پروسس‌خونو جوړول، معیاري درمل‌شیندنه (فومیګیشن) او د سوداګرو د ستونزو پر حل خبرې کړې دي.

د اوزبیکستان د کرنې مرستیال د دې سفر موخې د کرنې د پراختیا، په دې برخه کې پانګونې، د افغانستان مېوو ته په نړیوال مارکیټ کې بازار موندنې او تخنیکي همکاریو په ځانګړې توګه د امو سیند د استحکاماتو او د صادراتي زیربناوو پراخولو په اړه د هوکړه‌لیکونو لاسلیکول یادې کړې دي.

د بلخ والي غوښتنه کړې، چې د امو سیند د استحکامي پروژو په برخه کې پراخه همکاري وکړي.

نوموړي ویلي، د امو سیند ویجاړیو د بلخ څلورو ولسوالیو کرنیزې ځمکې له ګواښ سره مخ کړې دي.  

ملا محمد یوسف وفا همداراز د صادراتي محصولاتو د ښې ساتنې لپاره د سړو خونو او پروسس مرکزونو د جوړولو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې د کرنې او اقتصاد د پانګونې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.