د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په نهمه نېټه له کجکي بند څخه د روزګان ولایت د هراوود ولسوالۍ ته د برېښنا رسونې لویه پروژه پرانیسته.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته وویل؛ له پاکې انرژۍ څخه د ګټې اخیستنې دا ډول پروژې نه یوازې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د افغانستان مقاومت زیاتوي، بلکې د نړیوال اقلیم په پاک ساتلو کې هم لازمه مرسته کوي.
د ملا عبدالغني برادر اخوند په خبره، افغانستان له پخوا راهیسې په وارداتي برېښنا متکي دی او د عوایدو زیات رقم د وارداتي برېښنا په مقابل کې ورکول کېږي، په داسې حال کې چې واردېدونکې برېښنا له یوه لوري قیمته ده او له بل لوري پایداره او ډاډمنه سرچینه نه ګڼل کېږي.
له همدې امله له کورنیو سرچینو په غوره ګټې اخیستنې سره د برېښنا تولید دا ډول پروژې کولی شي، چې په تدریجي توګه پر وارداتي برېښنا د افغانستان تکیه راکمه او ځان بسیاینې ته یې ورسوي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د پاکې انرژۍ ارزښت ته په اشارې سره وویل؛ د برېښنا تولید دا ډول پروژې ارزانه سرچینې دي، د مضرو ګازونو د تولید مخه نیسي، د اقلیمي بدلون پر وړاندې مبارزه کې مرسته کوي، د برېښنا په برخه کې ثبات او پایداري رامنځته کوي، په هېواد کې د پانګونې مقدار، تولیدي ظرفیت او د استخدام کچه لوړوي، د اسعارو د وتلو مخه نیسي او د هېواد له اقتصادي ودې سره د پام وړ مرسته کوي.
ملا عبدالغني برادر اخوند د نړیوال اقلیمي بدلون له وجې افغانستان ته د ورپېښو زیانونو په اړه زیاته کړه، افغانستان د نړیوال اقلیم په تخریب کې هېڅ ډول ونډه نه ده اخیستې؛ خو له بدهمرغه د نړۍ په ځانګړې توګه د لویو صنعتي او تولیدي هېوادونو له اقلیمي تاثیراتو څخه متضرر شوی.
په داسې حال کې چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د پاکې انرژۍ د تولید ډېری پروژې د نړیوالو سازمانونو له لوري بندې شوې دي؛ خو د اسلامي امارت له لوري یې یو شمېر بیا پیل او پرانیستل شوې دي.
نوموړي پر ملګرو ملتونو او د پاکې انرژۍ ملاتړ کوونکو نړیوالو سازمانونو باندې د یو ګډ مسولیت له مخې غږ وکړ، چې له افغانستان سره د پاکې انرژۍ د تولید په برخه کې لازمه همکاري ترسره او د نړیوالو سازمانونو له لوري هوکړه شوې پروژې له سره پیل کړي.
د یادونې وړ ده، چې له کجکي بند څخه د روزګان ولایت دهراوود ولسوالۍ ته د برېښنا رسونې دغه پروژه د افغانستان برېښنا شرکت په مالي ملاتړ د ۲۰۱ میلیون افغانیو په لګښت پلې کېږي، چې په بشپړېدو سره به یې شاوخوا څلور زره او ۵۰۰ کورنیو ته برېښنا ورکړل شي.