د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند تېره ورځ چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په لسمه نېټه له راستنو شویو هېوادوالو سره د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې لیدنه کړې.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال راستنو شویو هېوادوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، د نن ورځې ناسته او تاسې ته ښه راغلاست ویل د ژوند تر ټولو خوشحالوونکې او له افغاني غرور څخه ډکه شیبه ده.
ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړې؛ تاسې ته به معلومه شوې وي چې د بل تر واک لاندې خاوره کې خوشحالي، دوامداره پرمختګ، د مالکیت احساس، عزت او غرور نشته، د ازادۍ او مالکیت احساس او غرور او رښتینې خوشحالي یوازې په خپله خاوره کې ده.
نوموړي همداراز ویلي؛ موږ پوهېږو چې تاسې په زور او ناڅاپي توګه د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي یاست، کاروبارونه مو خراب شوي، ډېر وسایل او امکانات مو پاتې شوي، تعلیم او زده کړې مو نیمګړي پاتې شول.
روښانه ده چې دا سخت حالت دی؛ خو زه د افغانستان اسلامي امارت په استازیتوب تاسې ته ډاډ درکوم چې ستاسې د ستونزو د حل لپاره به له ټولو امکاناتو استفاده وکړو.
ماشومان به مو مدارسو او ښوونځیو ته ځي، کاروبارونه به مو جوړېږي او ټولې ممکنه اسانتیاوې به درته برابرېږي.
په دې برخه کې اسلامي امارت په ډېر کم وخت کې خپلو افغان وروڼو ته ډېر سهولتونه برابر کړي او له دې وروسته به یې هم برابروي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړې؛ تاسې د دې خپلواکې خاورې بچیان یاست، دلته که هرڅومره ستونزې درباندې راشي څوک مو نه شړي، په خپلواک افغانستان کې به مو غرور ژوندی وي او د محکومیت احساس به هېڅکله نه کوئ.
یو وخت به دا ورځ راتله چې تاسې به خپلې خاورې ته بېرته راتلئ، دا ورځ نن راغله او ښه ده چې خپل کلي او خپلو وروڼو ته پخیر راغلئ.
ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي؛ د دې هېواد سرلوړي او عزت د افغانانو په یووالي او اتحاد پورې تړلي دي، ټول به په ګډه د خپل دین او خاورې خدمت وکړو.
خپل اسلامي نظام ته به د همکارۍ لاس ورکړو او د تل لپاره به د ګران وطن بچیان د نورو هېوادونو له مزدورۍ، بې عزتۍ او کډوالۍ څخه وژغورو.
په پای کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پر ټولو نړیوالو مرستندویه ټولنو غږ کړی، چې له اسلامي امارت سره په ګډه همکارۍ د راستنېدونکو افغانانو لاسنیوی وکړي.