ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: افغانستان کې داعش ډله ځپل شوې او له دې اړخه دې ګاونډیان مطمین اوسي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپیدار ماڼۍ کې د ایران اسلامي جمهوریت د استازو د مجلس له پلاوي سره لیدنه کړې.
دې لیدنه کې، ایراني پلاوي چې په کابل کې دایران سفارت مشرتابه هم پکې حضور درلود، په افغانستان کې د امنیت په تامین خوښي وښوده او ویې ویل، مهمه دا ده چې په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې ده او د اسلامي امارت په راتګ سره په افغانستان کې له نشه‌يي توکو سره مبارزه شوې او اغېز یې په ایران کې هم لیدل کېږي.
دغه پلاوي، د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو په پراختیا او د سوداګرۍ او پانګونې په ودې ټینګار کړی.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت له نړۍ او په خاصه توګه له ایران سره د متقابل احترام په فضا کې حسن همجواري او مثبت تعامل غواړي.
هغه زیاته کړه، ایران او افغانستان ګډ مشترکات لري او اړتیا ده چې په بېلابېلو برخو کې اړیکي پراخې شي.
نوموړي وویل، اسلامي امارت د مسایلو د حل او تعامل لپاره په ډیالوګ او خبرو باور لري، او هیله یې وښوده چې ایراني سوداګر په افغانستان کې پانګونه وکړي.
مولوي عبدالکبیر، د افغان کډوالو د کوربتوب له امله د ایران اسلامي جمهوریت مننه او ټینکار وکړ، چې کډوالو ته لازمې اسانتیاوې برابر شي.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت هیچاته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي او یا یې څوک په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، چې په افغانستان کې داعش ډله ځپل شوې او له دې اړخه دې ګاونډیان مطمین اوسي.