د راپورونو له مخې، امریکا او اوکراین پرون چهارشنبه یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې واشنګټن د دې هېواد ارزښتانکو او نادرو کاني توکو او منرالونو ته لاسرسی پیدا کړي.
د دې هوکړې لهمخې به امریکا د اوکراین د کانونو د قراردادونو اجازه ترلاسه کړي او په بدل کې به یې د دې هېواد د بیا رغونې لپاره د پانګونې ګډ صندوق رامنځته شي.
په سپینه ماڼۍ کې د امریکا او اوکراین د ولسمشرانو تر منځ له ناندریزې لیدنې وروسته لومړی ځل دی، چې دواړه هېوادونه یوې هوکړې ته رسېدلي او په خپلمنځي اړیکو کې یې پرمختګ کړی.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ، چې د خپل هېواد په استازیتوب یې یاد تړون لاسلیک کړی، ویلي، “د امریکا-اوکراین د بیارغونې لپاره د پانګونې ګډ صندوق” په جوړولو یې هوکړه کړې، تر څو د دواړو هېوادونو له شتمنیو او سرچینو، استعدادونو او وړتیاوو د ګډې همکارۍ په ترڅ کې د اوکراین د بیارغونې ګړندي کولو لپاره ګټه واخیستل شي.
نوموړي زیاته کړې، دا هوکړه ښيي چې دواړه لوري په اوکراین کې تلپاتې سولې او سوکالۍ ته ژمن دي.