ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان-چین د اقتصادي ريلي دهلېز له لارې تردې مهاله ۱۰ زره کانټینره انتقالات شوي

د ټولګټو وزارت وايي؛ په حيرتان بندر کې له چین هېواد څخه د اوسپنې پټلۍ له لارې د چین، قرغيزستان، اوزبيکستان او افغانستان ترمنځ د رامنځ ته شوي اقتصادي دهلېز په چوکاټ کې حیرتان بندر ته د لس زره ۲۰ فوټ کانټینرو سوداګریزو توکو د را رسېدو په تړاو مطبوعاتي کنفرانس او مراسم ترسره شول.

 په يادو مراسمو کې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده، د چين هېواد سفير او د ګڼ شمېر امارتي ادارو مسولينو او د بهرنيو هېوادونو استازو ګډون کړی وو.

د مولوي محمد اسحاق صاحبزاده لخوا اوزبيکستان ته د وروستي سفر پرمهال د افغانستان، اوزبيکستان، قرغيزستان او چین ترمنځ د اقتصادي ريلي دهلېز د همکارۍ هوکړه‌ ليک د ۲۰۲۵م کال لپاره څه موده وړاندې تمدید شوی و.

 یاد دهلېز چې د چین، قرغيزستان او اوزبيکستان له لارې تېرېږي، د افغانستان د حیرتان-مزارشریف د اوسپنيزې کرښې سره نښلول شوی دی.

 د افغانستان، چين، اوزبيکستان او قرغيزستان ترمنځ ياد څلور اړخيزه دهلېز د افغانستان اسلامي امارت تر فتحې وروسته په ۲۰۲۲م کال کې رامنځته شو، چې پر بنسټ يې حيرتان بندر ته کانټينري انتقالات پيل شول.

 تر دې مهاله د افغانستان او چین ترمنځ د یاد ريلي دهلېز له لارې شاوخوا لس زره ۲۰فوټ کانټينره انتقالات ترسره شوي وو او دا هوکړه‌ ليک بياځلې د ۲۰۲۵ کال لپاره غځول شوی دی.

تمه کېږي، چې د دې هوکړې په غځولو سره به له دې لارې په ریلي انتقالاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

 ټولګټو وزارت د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د دا ډول ريلي دهليزونو رامنځته کېدو او پراختيا يو مهم ګام ګڼي، ترڅو سوداګر وکولی شي په سريع، ارزانه او خوندي توګه خپل سوداګریز مالونه ولیږدوي.