ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت د ملت ستونزو د حل هر اړخیزې هڅې کوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د تخار والي مولوي ضیاالرحمن مدني سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې مولوي ضیاالرحمن مدني په یاد ولایت کې د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې محلي مسولین د امنیت تامین، خلکو د ستونزو حل او خدماتو په رسولو کې هڅه کوي.

ښاغلي مدني په تېره اداره کې دې ولایت ته د نه پاملرنې یادونه کړې او د اسلامي امارت له رهبري څخه یې غوښتي، چې د پراختیایي پروژو پلي کولو، ولسوالیو د سړکونو جوړولو، ښوونې او روزنې او د دې ولایت خلکو ته د کاري زمېنې په برابرولو کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د تخار د والي کړنې او لاسته راوړنې ستایلې او ویلي یې دي، چې محلي مسولین دې د امنیت تامین او خلکو ته د غوره خدماتو په برابرولو کې هر اړخیزې هڅې وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې، چې اسلامي امارت شته امکاناتو ته په پام د خلکو د ستونزو په لرې کولو او د کاري زمېنې په برابرولو کې خپلې هڅې نه سپموي.