ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کډوالو ته د کار او زده‌کړو زمینې برابرولو هڅې؛ صنعت او سوداګرۍ وزارت د ۲.۵ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د راستنېدونکو کډوالو د اقتصادي ادغام بهیر د اسانه کولو، ورته د کاري فرصتونو رامنځته کولو، د دوی د تلپاتې پرمختګ او کورني اقتصاد رغونې په موخه له پینځو موسسو سره د ۲.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې دغه موسسې به د تړون له مخې راستنو شويو مېرمنو او سړیو لپاره د فني او مسلکي زده‌کړو د زمینې برابرولو، د کوچنيو کارونو پيل، د کاري وسايلو او نعدي مرستو وېش، د بسپنې ګروپونو جوړولو، کوچنيو پورونو ورکړې، سوداګریزو مشورو او يو شمېر نورو مهمو برخو کې کار وکړي.

 ټاکل شوې، چې د دې هوکړې له مرستو به په کندهار، هلمند، ميدان وردګ، کندوز، جوزجان، لوګر، ننګرهار او کابل ولايتونو کې شاوخوا ۲۰ زره او ۵۰۰ کسان په مستقيمه توګه ګټه پورته کړي.