ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې وزارت مرستیال د پاکستان د سوداګرۍ او سوداګرو د خونې له رییس سره وکتل

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په ایران کې د صادراتي وړتیاوو د نړیوال نندارتون  «ایران ایکسپو» په څنډه کې د سوداګرۍ خونې له مشر او یو شمېر پاکستاني سوداګرو سره وکتل.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې په دې غونډه کې دواړو خواوو د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو، صنعتي کرنې، په کرنیزو محصولاتو کې پانګونې او د خصوصي سکتور د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې پاکستاني سوداګرو وویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نږدې ۸۰ سلنه سوداګري د کرنیزو او مالدارۍ اړوند محصولاتو پورې اړه لري.

بل‌خوا، د افغانستان د کرنې وزارت مرستیال ټینګار وکړ، چې سیاست باید له سوداګرۍ او اقتصاد څخه جلا وساتل شي.

نوموړي له پاکستاني سوداګرو وغوښتل چې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه خپل حکومت ته رغنده مشورې وړاندې کړي.

ښاغلي عثماني همداراز زیاته کړې، چې د افغانستان او پاکستان د موسمي توپیر له امله، دواړه هېوادونه کولای شي یو د بل لپاره مناسب بازارونه وي.