عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د کابل ولایت د مسولینو لپاره په جوړ شوي سمینار کې ګډون او وینا وکړه.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د کابل ولایت د ملکي او نظامي ادارو د مسولینو ګډ یو ورځني روزنیز او اصلاحي سمینار کې چې د کابل والي، د استخباراتو رییس، د ملکي ادارو رییسانو، د محاکمو مسولینو، ولسوالانو، د حوزو امرینو او د کابل ولایت د استخباراتو مسولینو پکې برخه اخیستې وه، ګډون او وینا وکړه.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د سمینار ګډونوالو ته په وینا کې وویل، علمای کرام او نېکان خلک له اجتماعي عباداتو او سیاست څخه سلګونو کلونو راهیسې لرې پاته کړل شوي او دنیا کوښښ کاوه چې نور هم هغوی څنډې ته کړي.
اسلامي نظام، جهاد، شریعت او حدود الله یوازي په کتابو او کیسو کې پاته شوي وو، خو د اټکل خلاف د الله تعالی په فضل سره اوس په افغانستان کې سیاست د علمای کرامو، طالبانو او نېکانو خلکو په لاس کې دی، نو اوس موږ الله تعالی په امتحان کې راوستلي یوو هغه سیاست چې مسلمانان تري سوونه کلونه بې برخې وو اوس ورسره مخ یوو، نو ډیر پاملرنه ولرئ.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د سمینار ګډونوالو ته زیاته کړه؛ کله چې مو خپل مسولیت په اطاعت او د شریعت د اصولو اړوند ترسره کړ، نو الله تعالی به مو همېشه نصرت وکړي او هیڅکله به ناکامه نشئ.
د الله تعالی په لاره کې له هيڅ راز سختۍ څخه مه ویریږئ، د شریعت په مقابل کې د چا مراعت مکوئ، په شریعت کې د الله تعالی رضا ده، د کبر، لويي، غرور، بې اتفاقي او یو پر بل بې اعتمادي څخه ځان وساتئ، غفلت مکوئ غفلت عذر نه دی، په غیر مقصودي او عبثو کارونو کې ځان مه مصروفوئ، د دښمن په تبلیغاتو تېر نه وځئ، دښمن غواړي چې د خپلو تبلیغاتو له لارې په تاسو کې بې اتفاقي او اختلاف رامنځته کړي، تاسو ۲۰ کاله د دښمن خلاف جهاد وکړ، اوس به تاسو د دښمن د تبلیغاتو پر وړاندې مقابله کوئ.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل؛ د الله تعالی شکر ادا کړئ، او د ولس خدمت وکړئ، هغوی په تېرو وختونو کې ستاسو خدمت کړی او له تاسو سره یې قولا او عملا زیات کومک کړی او قربانۍ یې ورکړې دي، د دې خلکو اوس تاسو ته سترګې دي، نو اوس وخت دی چې د دې خلکو ښه خدمت وکړئ، رحم پرې وکړئ، نرمي ورسره وکړئ، عزت یې وکړئ او په منځ کې یې د عدل فیصلې وکړئ، اوس وخت دی چې پر مظلوم رحم وشي او پر ظالم شدت وشي.
وروسته سمینار نظام او خلکو ته د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی لخوا د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېد.