د عامې روغتیا وزارت له لوري جوزجان ولایتي روغتون کې د بېړنیو روغتیايي خدمتونو څانګه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده څانګه چې د اسلامي امارت له پراختیايي بودجې څخه د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د پرانیستې په مراسمو کې یې د جوزجان والي قاري ګل حیدر شفق، د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس قاري ذبیح الله حسیني، قومي مشرانو، علمای کرامو او یو شمېر نورو مسولینو شتون درلود.
د جوزجان والي وايي؛ اسلامي امارت په ځانګړې توګه د عامې روغتیا وزارت د خپل دردېدلي ولس لپاره د غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د جوزجان ولایتي روغتون کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت د بېړنیو روغتیايي خدمتونو څانګه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې ورسره به یاد ولایت کې د عاجلو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه کېږي.
همداراز قاري ګل حیدر شفق د یادې څانګې په پرانیستې خوښي څرګنده او دا یې د دغه ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتیا په برخه کې یوه ستره لاسته راوړنه وبلله، چې ورسره به د ډېری ناروغانو ستونزې حل شي.