د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ښې حکومتولي په موخه د هېواد د لوړو زده کړو وزارت د مرکز او ولایتونو د خصوصي پوهنتونونو یو شمېر استازو ته د محصلانو د چارو سیستم معرفي کړ.
د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو د محصلینو سیسټم چې خورا له مهمو سیسټمونو څخه دی او په پلي کېدو سره یې د محصلینو ډېری ستونزې حل کېږي، د پلي کېدو چارې یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست له لوري بشپړې شوي او اوس مهال ګټې اخیستنې ته سپارل شوی.
د یاد سیسټم د ښې کارونې او مفیدې ګټې اخیستنې په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د خصوصي پوهنتونونو استازو لپاره پینځه ورځینۍ روزنیز پروګرام هم پلي کړ، چې د هېواد له ګڼو برخو پکې د خصوصي پوهنتونونو ۷۰ تنو استازو د ۴۵ خصوصي پوهنتونونو په استازولۍ ګډون کړی و.
دې روزنیز پروګرام کې د سیسټم د معرفي ترڅنګ د خصوصي پوهنتونونو لپاره د جوړ شوي سیسټم د لا غني کېدو په موخه د ګډونوالو نظرونه او وړاندیزونه هم واورېدل شول او د دوی پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.
د یادونې وړ ده، چې د خصوصي پوهنتنونو د محصلینو سیسټم ګڼ ماډیولونه چې اساسي ماډیولونه یې، د نویو محصلینو نوم لیکنه، د پوهنتونونو تثبیت، نصاب، تحصیلي ګروپونه، تبدیلیانې، تاجیل، جلا کېدل، د استادانو تثبیت، ټولګي، سمسټر پایلې، مونوګرافونه، فارغان، د ډپلومونو چاپ، د فارغانو ارشیف، نورو ادارو له خوا د محصلینو د فراغت تایید، د کاروونکو مدیریت او د سیسټم تنظیمات دي، چې په پلي کېدو سره یې د خصوصي پوهنتونونو د محصلینو چارو پروسې ډیجیټل کېږي او همدا راز د معلوماتو مدیریت ته لاره هواره وي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چې هېواد کې د ټکنالوژۍ د ودې او پراختیا او همدا راز د ډیجیټل حکومتولۍ د پلي کېدو دنده پر غاړه لري وخت په وخت ګڼ سیسټمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپاري، چې اوس مهال هم د ګڼو امارتي ادارو لپاره د پرمختللو سیسټمونو په جوړولو کار کوي.