د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند ویاند ملا حمدالله فطرت وايي، ټاکل شوې چې د مې میاشتې له ۱۳مې تر ۱۸مې نيټې پورې به د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ پلاوې د روسیې له فدراتیف سره د دوه اړخیزو همکاریو ارزونې او د روسیې – اسلامي نړۍ په اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه د روسیې کازان ښار ته سفر وکړي.
شنونکي په نړیوالو ناستو کې د اسلامي امارت استازیتوب د افغانستان د بېلابېلو برخو ترڅنګ په اقتصادي برخه کې اغیزمن ګام بولي او په دې باور دي، چې دا ډول ناستې د افغانستان د شته ستونزو حل لپاره لار هوارولی شي.
بل لورته د روسیې سوداګر غواړي افغانستان ته صادرات پیل کړي او د افغانستان په وارداتو متکي مارکیټ کې خپله ونډه زیاته کړي.
د روسیې د پینزا ولایت والي د اوزبیکستان په پلازمینه تاشکند کې د « اننوپرام- منځنۍ اسیا» په نامه نندارتون کې د ګډون پر مهال وویل، چې ولایت یې غواړي د خپلو صادراتو جغرافیه افغانستان ته وغځوي.
دغه نړیوال فورم به د روسیې فدراتیف د تاتارستان جمهوریت په کازان ښار کې ترسره کېږي، چې په کې به د غالیو سکټور، ترانسپورټ، غیرالکولي مشروباتو، روغتیا، د مینځلو توکو او کرنې سکټورونو شاوخوا ۱۰ شرکتونه ګډون وکړي.