د کونړ په اسعد اباد ولایتي روغتون کې د ١.٨ میلیونه افغانیو په لګښت ښځینه عملیات خونه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
عامې روغتیا وزارت وايي؛ یاده عملیات خونه چې په بېلابېلو طبي او غیر طبي وسایلو او تجهیزاتو سمبال ده، د کونړ عامې روغتیا ریاست په هلو ځلو او د هیلت نیټ موسسې په مالي ملاتړ جوړه او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه.
د کونړ عامې روغتیا رییس قاري مظفرخان مخلص د دې عملیات خونې په جوړولو خوښي څرګنده او له یادې موسسې څخه یې په راتلونکي کې د لا زیاتو همکاریو هیله وکړه.

همداراز د عامې روغتیا وزارت له لوري د یاد ولایت عامې روغتیا ریاست عدلي طب او امبولانس امریتونو ته دوه عرادې صفر کیلو مټر امبولانسونه وسپارل شول، چې مجموعي قیمت یې ۷.۶ میلیونه افغانۍ کېږي؛ تر څو د بېړنیو پېښو پر مهال خلکو ته خدمات واړندې کړي.
قاري مظفرخان مخلص د عامې روغتیا وزارت له ځانګړې پاملرنې څخه مننه کړې او له اړوندو مسولینو څخه یې غوښتنه کړې، چې د امبولانسونو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.