د الجزیرې د راپور له مخې، په غزه تړانګه کې د اسرائیلي یرغلګرو د وروستیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۳۰ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
اسرائیلي یرغلګرو په غزه کې خپلو وحشي بریدونو ته دوام ورکړی. روغتیايي سرچیني وايي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې لږ تر لږه ۷۰ فلسطینیان شهیدان او ۲۷۵ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د غزې ښار په یوه روغتون کې یوې ماشومې هم د خوارځواکۍ او اوبو د کمښت له امله ژوند بایللی.
صهیونیستي رژیم له څه باندې دوو میاشتو راهیسې غزې ته د بشري مرستو لېږد بند کړی.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې پرون ( جمعه، د غویي ۱۲مه) خبرداری ورکړی، چې غزې تړانګې ته د بشري مرستو بهیر له ناورین سره مخ دی.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې که دې تړانګې ته بشري مرستې ونه لېږل شي، په سیمه کې خپلو فعالیتونو ته دوام نهشي ورکولای.
د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۵۲ زره او ۴۹۵ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۸ زره او ۳۶۶ نور ټپیان شوي دي.
یاد وزارت زیاتوي، صهیونیستي یرغلګرو د روان زېږدیز کال د مارچ له ۱۸مې راهیسې، چې د اوربند لومړی پړاو پای ته ورسېد، دوه زره او ۳۹۶ فلسطینیان شهیدان کړي او ۶ زره او ۳۲۵ نور یې ټپیان کړي دي.