د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د تخنیکي او مسلکي همکاریو د دوام په موخه د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مسولینو او متخصصینو او د اوزبیکستاني پلاوي ترمنځ یوه ګډه ناسته شوې.
کرنې وزارت وايي؛ په دې غونډه کې د څارویو د واکسین برابرولو او تطبیق، د علوفې تولید، د نسل د اصلاح مرکزونو جوړولو، د مصنوعي القاح روزنو، د سرحدي ناروغیو کنټرول، د څارویو د درملو د کیفیت ارزونې، د عاید لرونکو بوټو ترویج، انلاین روزنو، د تجربو شریکولو او د بزګرانو او د کرنې سکتور د کارکوونکو د روزنې په برخو کې بحثونه او نظرونه تبادله شوي دي.
په یاده غونډه کې د افغانستان له لوري د مالدارۍ او حیواني روغتیا عمومي رییس مفتی ذاکرالله ذاکر، د غلهجاتو رییس مولوي مصباحالدین مستعین، حقوقي سلاکار ډاکتر بشیر احمد پیام، سلاکار شفیعالله مومند، د څېړنو او ترویج سلاکار میرویس خوګیاني، د مالدارۍ سلاکار محمدولي وزیري، د وترنرۍ رییس مختار محسني او د مالدارۍ رییس ایوب احدي ګډون کړی و.
له اوزبیکستانه هم پیرمانوف اوتاجون، یونوسوف اولوغبیګ، ارتیکوف ظفر او حسنوف صلاحالدین، چې د کرنتین، حیواني روغتیا، مالدارۍ او ترویج متخصصین او مسولین دي، برخه اخیستې وه.
هېره دې نه وي، چې دا ناستې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي همکاریو د پراخولو، د ظرفیت لوړولو او د تجربو د تبادلې د دوه اړخیزو هڅو یوه برخه دي.