د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسولینو او محتسبینو د اسلامي شرعي ارزښتونو دودولو، دیني اصولو پلي کولو او رسنیو سره د همکارۍ او هر اړخیز ډاډ په برخه کې د همغږۍ په موخه په تېرو ۱۲ میاشتو کې د هېواد په کچه له بېلابېلو رسنیزو بنسټونو، خبریالانو او د رسنیو استازو سره ټولټال یو زر او ۶۲ ناستې ترسره کړي دي.
یادې ناستې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترسره شوې دي، چې په کې له رسنیو سره د اسلامي شرعي اصولو د رعایت او د یادې لارې د ټولنیز پوهاوي لوړېدا په برخه کې همغږي ترسره شوې ده.
د ناستو پر مهال د رسنیو نظرونه، وړاندیزونه او ستونزې اورېدل شوي او د حل په موخه یې لازمه همکاري ترسره شوې ده.
همداراز له ټولو رسنیو غوښتنه شوې، څو د مثبتو پیغامونو په خپرولو د اسلامي ارزښتونو دودولو کې د یاد وزارت محتسبینو سره همکاري وکړي.
بلخوا د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي هم د تېر کال په اوږدو کې د رسنیو له مسولینو او خبریالانو سره ناستو کې د عامه پوهاوي لوړېدا او عامه ذهنونو تنویر کې د رسنیو هڅې ستایلي او له هغوی یې غوښتي څو په خپلو خپرونو کې داسې مواردو ته ځای ورکړي، چې د ټولنې اړتیا او د اسلامي شريعت غوښتنه وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ډاډ ورکړی، چې د اسلامي اصولو په چوکات کې د رسنیو بشپړ ملاتړ کوي او له رسنیو هم غواړي څو په خپلو چارو کې د اسلامي اصول او شرعي لارښوونې په پام کې ونیسي.