ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د نوي ډیلي او اسلام اباد تر منځ د کړکېچ دوام؛ هند د هر ډول پاکستاني توکو په وارداتو بندیز لګولی

د کشمیر پر سیلانیانو تر خونړي برید وروسته، د هند د سوداګرۍ وزارت اعلان کړی، چې له پاکستانه یې د هر ډول توکو پر وارداتو بندیز لګولی.

د هند د سوداګرۍ وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې دا اقدام به د هېواد د ملي امنیت او عامه پالیسۍ په ګټه وي.

د یادې خبرپاڼې پر بنسټ، دغه بندیز به سمدستي عملي شي.

له بلې خوا پاکستان هم د غبرګون په توګه ځینې ورته اقدامات کړي، چې له هند سره د هر ډول پوله‌ییزو سوداګریو درول، خپل هوایي حریم د هندي الوتکو پرمخ تړل، او د هندي ډیپلوماټانو ایستل پکې شامل دي.

تېره اونۍ هم دواړو هېوادونو یو د بل پر ضد د هوايي حریم د تړلو اعلان کړی و.

د هند حکومت ویلي وو، چې خپل هوايي حریم د پاکستاني هوايي شرکتونو پر مخ تړي.

پاکستان هم د هندي هوايي شرکتونو پر مخ خپل هوايي حریم تړلی و.

په کشمیر کې پر سیلانیانو له خونړي برید وروسته، چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول، د هند او پاکستان تر منځ اړیکې ترینګلې شوې او دواړو لوریو یو د بل پر ضد اقداماتو ته دوام ورکړی دی.