ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسرائیلي یرغلګرو له لوري د غزې د کلابندۍ دوام؛ لږ تر لږه ۵۷ فلسطینیانو د لوږې له امله ژوند بایللی

د غزې د رسنیو دفتر اعلان کړی، چې د اسرائیلي یرغلګرو له لوري د غزې د کلابندۍ له پیله تر دې دمه لږ تر لږه ۵۷ فلسطینیانو د لوږې له امله ژوند بایللی.

صهیونیستي یرغلګرو له څه باندې دوو میاشتو راهیسې غزې ته د خوړو، اوبو او نورو اړینو بشري مرستو د لېږد مخه نیولې او د غزې اوسېدونکي له سخت بشري ناورین سره مخ دي.

د غزې د رسنیو دفتر ویلي، چې ډېری قربانیانو ماشومان، ناروغان او سپين‌ږیري دي.

یاد دفتر د اسرائیلي اشغالګرو له لوري د جګړې د وسلې په توګه د بشري مرستو دوامداره کارول غندلي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې پر اسرائیلي رژیم فشار راوړي، تر څو پولې پرانیزي او غزې ته بشري مرستې پرېږدي.

صهیونیستي رژیم د مارچ له دویمې راهیسې غزې ته د تلونکو بشري مرستو مخه نیولې او زیات شمېر په بشري مرستو بار موټر د غزې او مصر په پوله بند پاتې دي.

ملګري ملتونه وايي، چې د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې له ۹ زره ډېر ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ د درملنې په موخه په روغتونونو کې بستر شوي دي.

پرون شنبه هم روغتیايي سرچینو ویلي وو، چې د غزې ښار په یوه روغتون کې یوې ماشومې د لوږې او اوبو د کمښت له امله ژوند بایللی.

فلسطیني بې‌ځایه شوي احمد النجار الجزیرې ته ویلي: “یو وخت خواړه پیدا کول ناممکن دي. خیریه بنسټونه او موسسې د توکو د نشتوالي له امله یو پر بل پسې د بندښت اعلان کوي، ځکه نور خلکو ته اړینې مرستې نه‌شي رسولای.”

نوموړي زیاته کړې، دا ځوروونکې او نهیلې کوونکې ده، چې د پولې هاخوا په بشري مرستو بار لاریو ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي، حال دا چې خلک او حتا ماشومان له سخت حالت سره مخ دي.

سربېره پر دې په غزه کې روغتونونه د روغتیايي توکو د کمښت له امله د بندېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.

په رفح کې د کویټ روغتون مشر صهیب الهمص په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د اړینو روغتیايي توکو له ۷۵ سلنې له ډېر کمښت سره مخ دي او یوازې د یوې اونۍ شاوخوا درمل پاتې دي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې که غزه ته سملاسي روغتیايي او بشري مرستې پرې نه ښودل شي ډېری روغتونونه به وتړل شي. دغه‌راز هغه ناروغان چې هره ورځ له درملو پرته په تدریجي ډول مري، په بېړني ډول باید له سیمې څخه وایستل شي.