د غور ولایت د دولینې ولسوالي په زیرتنګي تربولاق کلي کې د یوه چکډېم جوړولو چارې د نهه میلیونه، ۱۰۵ زره او ۴۷۳ افغانیو په لګښت د غور ولایت د اوبو او انرژي ریيس ملا رحمت الله اماني، یو شمېر سیمه ایزو مسولینو او قومي مشرانو په شتون کې پيل شوې.
ملا رحمت الله اماني د یادې پروژې په پرانیست غونډه کې د اوبیزو پروژو د ارزښت په اړه خبرې وکړې، اوبه یې ملي پانګه او الهي امانت وباله او پر اغېزمنې ګټې اخیستنې باندې ټینګار وکړ.
دغه پروژه د سېلابونو د کنټرول او د خطرونو د کمولو، د موسمي اوبو د را ټولولو او د ځمکې لاندې اوبو د پياوړتیا په موخه پلي کېږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به شپږ زره او ۴۷۱ متره مکعب اوبه زېرمه شي.
یاده پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بودجې څخه د غور ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پلي کېږي، چې ۵۰۰ کورنۍ به ورڅخه په مستقیمه توګه ګټه پورته کړي.