د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي د پاکستان له لوري د افغان سوداګرو د ترانزیټي ستونزو د حل په موخه د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د شته ستونزو او د حل پر لارو چارو یې بحث شوی.
په یاد پلاوي کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه په ګډون یو شمېر سوداګرو هم شتون درلود.
د دې خونې مشرتابه د کابل او ننګرهار د ولایتي خونو له مشرتابه سره یو ځای خپلې ټولې ستونزې، په ځانګړي ډول له پاکستان سره شته لنډمهاله او اوږدمهاله سوداګریزې ستونزې د بهرنیو چارو وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او ټینګار یې کړی، چې باید ژر تر ژره یې د حل لپاره اقدام وشي.
افغان سوداګرو د هند او پاکستان ترمنځ د سیاسي اختلافاتو له امله رامنځته شویو ترانزیټي ستونزو ته په اشارې له ښاغلي متقي څخه غوښتي، چې له پاکستاني او هندي لوریو سره خبرې اترې وکړي، تر څو د افغان سوداګرو مالونو ته د ترانزیټ اسانتیاوې برابره کړي.
دوی ویلي، دا مهال د افغان سوداګرو ډېر توکي د پاکستان په کراچۍ او واګه بندرونو کې بند پاتې دي، چې ژر تر ژره باید د عبور اجازه ورکړل شي.
د بهرنیو چارو وزیر افغان سوداګرو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، د سوداګرو له ټولو ستونزو خبر دی او د بهرنیو چارو وزارت تخنیکي همکاران د حل لپاره کار پیل کړی، چې ډېر ژر به له ډیپلوماټیکو لارو حللارې وموندل شي.
نوموړي همداراز د سیمې د سوداګرۍ او ترانزیټ د بهیر اهمیت په اړه له مشرتابه پلاوي او سوداګرو سره مفصل معلومات شریک کړي دي.