ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: سیمه‌ييز مسوولین خلکو ته په خدمت او د امنیت په تامین مکلف دي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د زابل ولایت امنیه قومندان قاري صلاح الدین ایوبي او د هېواد یو تن ملي تاجر حشمت الله ارمان سره لیدنه کړې.

د زابل ولایت امنیه قومندان په یاد ولایت کې د امنیتي وضعیت او محلي حکومتولۍ په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړي.

نوموړي زیاته کړې، محلي مسوولین په دغه ولایت کې د امنیت د تامین او خلکو ته د خدماتو رسولو په موخه کوښښ کوي او خپلې هڅې نه درېغوي.

ملي تاجر حشمت الله ارمان تاجرانو ته د لازمو اسانتیاوو په برابرولو او په هېواد کې د امنیت په تامین خوښي ښودلې او بېلابېلو برخو کې يې د خپلو پانګونو یادونه کړې.

نوموړي ویلي، په پام کې لري د میمنې ښار د ښاروالۍ پارک کې په ټولو عصري امکاناتو سمبال لوی جومات جوړ کړي او د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه یې غوښتنه کړې، چې د دې پروژې د عملي کېدو او لازمو اسانتیاوو په برابرولو کې همکاري وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د زابل ولایت د امنیه قومندانۍ د کړنو او لاسته راوړنو او همدارنګه د ملي پانګوالو او تاجرانو د مرستو رسولو، سوداګریزو فعالیتونو او پانګونو قدرداني کړی او ویلي يي دي، چې محلي مسوولین خلکو ته د غوره خدماتو برابرولو او د امنیت تامین مکلفیت لري، نو باید زیاته پاملرنه ورته وکړي.

د ریاست الوزرا اداري زیاته کړې، اسلامي امارت د تاجرانو او پانګوالو د ټولو پانګونو او په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول په هېواد کې د خیریه فعالیتونو هرکلی کوي او ورته د لازمو اسانتیاوو په برابرولو کې به خپلې هڅې درېغ نه کړي.