د مالګې جوړولو او پروسس کارخونو د معیاري کولو په موخه د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت په مشرۍ د ټاکل شوې کمېټې تعقیبي غونډه نن د ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
په غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معاونیت له لوري جوړ شوی لارښود د مالګې جوړولو او پروسس کارخونو له مسولینو سره شریک شو او مکلف وبلل شول، څو د دغه لارښود اړوند خپل ټول فعالیتونه او تولیدات معیاري کړي.
د مالګې جوړولو او پروسس کارخونو مسولینو وویل، ګڼ شمېر کارخونو خپل فعالیتونه تر یوې اندازې معیاري کړي او لاهم دا بهیر دوام لري.
د کارخونو استازو د ځمکې او برېښنا نشتوالی او د اړتیا وړ کافي اندازې ایوډین کموالی د خپلو لویو ستونزو په توګه یاد کړل.
په غونډه کې د مالګې جوړولو او پروسس کارخونو اتحادیې ته دنده وسپارل شوه، چې تر دوو اونیو پورې په دې برخه کې د شویو فعالیتونو دقیق راپور او د کارخونو د تولید او اړتیا وړ ایوډین د کچې کره اندازه په لیکلې بڼه د اقتصادي معاونیت په مشرۍ له ټاکل شوې کمېټې سره شریک کړي.