د غزې د رسنیو دفتر وايي، چې شاوخوا ۲۹۰ زره فلسطیني ماشومان د صهیونیستي رژیم د کلابندۍ او لوږې له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
دغهراز له ۳ زره او ۵۰۰ ډېر له پینځو کلونو کمعمره ماشومان د شدیدې لوږې له امله له سملاسي مرګ سره لاس او ګرېوان دي.
سربېره پر دې د اسرائیلي یرغلګرو د څه باندې دوې میاشتنۍ کلابندۍ او بشري مرستو د لېږد مخنیوي په موده کې شاوخوا ۷۰ زره ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له امله په روغتونونو کې بستر شوي دي.
د غزې د رسنیو دفتر د فلسطیني ماشومانو په تړاو د نړیوالو چوپتیا غندلې او ویلي یې دي، چې د غزې ۱.۱ میلیونه ماشومان په ورځني ډول د ژوندي پاتې کېدو لپاره له خوړو څخه محروم دي او اسرائیلي یرغلګر لوږه د جګړې د وسلې په توګه کاروي، حال دا چې نړیوال په شرمناکه بڼه چوپ دي.
له دې وړاندې هم یاد دفتر اعلان کړی، چې د اسرائیلي یرغلګرو له لوري د غزې د کلابندۍ له پیله تر دې دمه لږ تر لږه ۵۷ فلسطینیانو د لوږې له امله ژوند بایللی.
غزه کې د بشري مرستو ګڼو بنسټونو د توکو د خلاصون او لوږې د خپرېدو جدي خبرداری ورکړی، خو له دې خبرداريو سره-سره صهیونیستي یرغلګرو د دې تړانګې کلابندۍ ته دوام ورکړی او د هر ډول بشري مرستو مخه یې نیولې ده.