ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سترې محکمې قاضي القضات خوست ته سفر کړی

د سترې محکمې ریيس او قاضي القضات شيخ عبدالحکيم حقاني د یو پلاوي په ملتیا خوست ولایت ته سفر کړی.

شیخ عبدالحکیم حقاني په دغه سفر کې د خوست ولایت د مرافعه محکمې عمومي رییس او اړوند محاکمو له قضاتو، مفتیانو، محررینو د یاد ولایت له والي، د علماوو شورا، د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکاياتو اورېدو، د استخباراتو رییسانو او امنیه قوماندانۍ له مسولینو سره لیدنه کړې.

د لیدنې په پیل کې د مرافعه محکمې رییس مفتي امین الله منیب د یاد ولايت محاکمو د قضايي غړو په استازیتوب راغلي لوړ پوړي پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او د یاد ولایت د محاکمو د فعالیتونو، د بندیانو د وضعیت ارزونې او له نورو عدلي او قضایي ارګانونو سره د همغږۍ په اړه یې د سترې محکمې ریيس او قاضي القضات ته معلومات ورکړي دي.

 ورپسې شيخ عبدالحکيم حقاني د قضا په اړه خپلې توصیې د محاکمو مسولینو سره شریکې کړي او ویلي یې دي؛ د مرافعه محکمې قضایي غړي دې د ابتداییه محاکمو له قضایي غړو سره په قضایي او اداري چارو کې ښې اړیکې ولري، ابتداییه محاکم دې هڅه او کوښښ کوي چې د خلکو موضوعات د شریعت، اصولو، فرامینو او متحدالمالونو اړوند حل او فصل کړي، ترڅو صادرې شوې فیصلې د لوړو محاکمو له خوا نقض نشي.

نوموړي ټینګار کړی چې قضات دې د مراجعینو سره نېک چلند کوي، ترڅو مراجعین له محاکمو څخه متنفره نشي.

د مرافعه محکمې رییس بشپړ ډاډ ورکړی، چې ټولو دوسیو ته پر وخت رسېدنه شوې، د قضاتو ترمنځ مینه، یووالی او همغږي شتون لري او په ټول توان سره د قضیو د حل او فصل لپاره هڅه کوي.

 د یادونې وړ ده، چې په دې سفر کې د سترې محکمې ریيس او قاضي القضات سره د سترې محکمې اداري مرستيال شیخ عبدالمالک حقاني، د سترې محکمې نظامي مرستیال شیخ خیرجان خیرخواه، د سترې محکمې د دارالانشا عمومي ریاست رییس مفتي عبدالرشید سعید او د سترې محکمې د پلان او پاليسۍ ریاست رییس مولوي محمد جمعه فیضاني ملتیا کوله.