د الجزیرې خبرې شبکې د راپور له مخې، یوازې نن سهار (دوشنبه، د ثور ۱۵مه) په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۱۹ فلسطینیان شهیدان شوي.
صهیونیستي اشغالګرو پرون یکشنبه هم په ټوله غزه کې ۲۴ فلسطینیان شهیدان کړي دي.
اسرائیلي یرغلګرو له تېرو ۹ اونیو راهیسې غزه کلابنده کړې او پر فلسطینیانو یې هر ډول بشري مرستې بندې کړې دي.
غزه کې ډېری بنسټونو د سخت بشري ناورین خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د توکو د کمښت له امله خپلو بشري فعالیتونو ته دوام نهشي ورکولای.
په دې تړانګه کې د سخت بشري ناورین او لوږې له امله د ماشومان په شمول ټول فلسطینیان زیانمن او د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
د غزې د دولتي رسنیو دفتر وايي، چې شاوخوا ۲۹۰ زره فلسطیني ماشومان د صهیونیستي رژیم د کلابندۍ او لوږې له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.
له دې وړاندې یاد دفتر اعلان کړی و، چې د اسرائیلي یرغلګرو له لوري د غزې د کلابندۍ له پیله تر دې دمه لږ تر لږه ۵۷ فلسطینیانو د لوږې له امله ژوند بایللی.
د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۵۲ زره او ۵۳۵ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۸ زره او ۴۹۱ نور ټپیان شوي دي.