ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عتیق‌الله عزیزي کابل کې د ایران له فرهنګي مرکز څخه لیدنه کړې

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د شنبې په ورځ په کابل کې د ایران  سفارت د فرهنګي اتشې له کتابتون او اړونده هنري خونو او تالارونو څخه لیدنه وکړه.

د لیدنې په لړ کې مولوي عتیق الله عزیزي د نوموړي مرکز کتابتون مجهز وباله او د بېلابېلو علومو او فنونو د مطالعې زیمه‌تون یی وګڼله او په وینا یې دا ډول مرکزونه کولی شي د افغانستان اسلامي امارت او ایران ترمنځ د اړیکو او ژورو مناسباتو د پراختیا په برخه کې مهم رول ولوبوي.

همدا راز د ایران د فرهنګي امورو مسول دوکتور روح‌الله حسيني خوښي څرګنده کړه او دایران د فرهنګي مرکز څخه د هنر او فرهنګ مرستیال لیدنه یې د ګډو کلتوري او تاریخي مشترکاتو د پاللو څرګند مثال وباله.

نوموړي ژمنه یې وکړه، چې د اسلامي امارت د رغنده فرهنګي تګلاري په رڼا کې به کار کوي او د افغانستان د خلکو په خدمت کې به وي.

دوکتور حسيني زیاته کړه، چې د اسلامي امارت د حاکمیت په دې دوره کې د تاریخي اثارو ساتنې، رغونې او د شعر او هنر په برخه کې ځانګړي پاملرنه ترسره شوي چې د یادو برخو د نورې پیاوړتیا لپاره  ایران هرډول همکارې ته چمتوالي لري.