ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: کابل باید یو معیاري ښار او اوسېدونکي یې له ټولو اړینو اسانتیاوو برخمن شي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د مکروریانونو د اوسېدونکو له استازو او وکیلانو سره لیدنه کړې.  

د مکروریانونو اوسېدونکو استازو د اسلامي امارت لخوا کابل ښاریانو ته د اسانتیاوو برابرولو او د ښار په ښکلا خوښي څرګنده کړې او ویلي يي دي، په کابل ښار کې زورواکي ختمه شوې اوس په یو او بل نوم اوسېدونکي نه ځورول کیږي.

نوموړو زیاته کړې، سره له دې چې اسلامي امارت دوی ته ډېر خدمت کړی، خو لا هم له یو شمېر ستونزو سره هم مخ دي.

 استازو د لوړو ودانیو او بلاکونو ستونزو د حل تر ټولو غوره لاره د اسلامي امارت پخوانۍ طرحې پلي کېدل بللې او ستونزو د حل په موخه یې خپل عریضې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته سپارلې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، حکومت د کابل ښار ښکلا او انکشاف ته ځانګړی پام لري او ټولې اړونده ادارې د دې لپاره جدي کار کوي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، ټولې ادارې د خلکو همکارۍ ته اړتیا لري، څو د ښار په حالت کې ښه والی رامنځ ته کړي.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، کابل باید یو معیاري ښار او اوسېدونکي یې له ټولو اړینو اسانتیاوو برخمن شي.

د سیاسي مرستیال په وینا، اسلامي امارت د دوی ستونزو ته ځانګړی پام لري او په دې برخه کې کابل ښاروالي او د مکرورویانونو د ساتنې اوڅارنې ریاست کار کوي.

مولوي عبدالکبیر یادو استازو ته ډاډ ورکړی، چې ستونزو د حل په موخه به یې اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي.