د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۱/۶ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۲/۱۴ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۱۶۳ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو یو زر او ۴۰۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۱۲۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۱۲ تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۸۸ زره او ۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۸۵ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۵۳۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې ۲۱۶ کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۶۴۷ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۲۲۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۱۳۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۱۸۷کورنۍ چې د غړو شمېر یې زر تنه و، کندهار، هلمند، زابل، هرات، پکتیکا، پکتیا او غزني او کابل په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو میلیون، پینځه زره او ۶۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۳۶ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۹۲۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
په سپین بولدک کې ۱۵۷ کورنۍ په موقت ډول مېشتې کړل شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې یو زر او ۳۴۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۲۵۷ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۵۲ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۵۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز ۷۲۷ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۸ کورنیو سره ټولې ۳۸۵ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
په نیمروز کې ۱۸ کورنۍ په موقت ډول مېشتې کړل شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۵۳ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
پکتیکا
انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
پکتیکا انګور اډې له لارې دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له انګور اډې څخه ۸کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۲ تنه و، ګردیز او اورګون ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۵ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:
په پکتیکا انګور اډه کې اته کورنۍ په موقتي کمپ کې مېشتې کړل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د پکتیکا انګور اډه کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هلمند
بهرامچه
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د بهرامچې له لارې ۲۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
یادې کورنۍ خپلو سیمو ته لیږدول شوې دي او نغدي کومک هم ورسره شوی دی.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۵۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۸ کورنیو سره ټولې ۴۲۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
کابل
مرکز
د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه ۷۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۰۰ تنه و، غزني، لوګر، خوست، پکتیا، پکتیکا، بغلان، تخار، بلخ، جوزجان، کندوز او نورو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۷۷ زره او ۴۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۵۲۸ کورنۍ او درې زره او ۱۵۹ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۳۹۴ کورنۍ او دوه زره او ۱۵۴ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۵۲۷ کورنۍ
موقت ميشت شوي کډوال: ۴۷۹ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۸۵۲ عدده