د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال په مشرۍ د سياحتي، زيارتي او عمرې شرکتونو له استازو سره د همږغۍ دویمه ناسته شوې.
د ناستې په پيل کې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال په هېواد کې د ګرځندوی صنعت په وده، د سياحتي، زيارتي او عمرې شرکتونو په انسجام، د یادو شرکتونو د فعاليتونو په تنظیم او د دې شرکتونو د جوازونو د وېش په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.
مولوي قدرت الله جمال ویلي؛ د ګرځندوی، مالي او اداري چارو چارو معینیت اړوند د ګرځندوی او هوټلدارۍ انستیتیوټ کې به د سياحتي شرکتونو غړي په مسلکي ډول وروزل شي، تر څو له سېلانيانو سره مسلکي او په نړيوالو معيارونو برابر چلند وکړای شي.
ورپسې د شرکتونو استازو خپلې ستونزې او مشورې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له مرستیال سره شريکې کړې، چې د نوموړي له لوري د ستونزو د حل کولو ډاډ ورکړل شوی دی.