د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال مولوي احمدالله زاهد سره د یوه چینايي موټر جوړولو شرکت «دانګفِنګ موتور» مسولینو لیدنه کړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په دې لیدنه کې د یاد شرکت مسولینو په افغانستان کې د موټرو تولید برخه کې ۵۰ میلیونه ډالر پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.
لیدنه کې د یاد شرکت استازي ویلي، په پام کې لري چې د درې نیمو کلونو په موده او څلورو پړاوونه کې په افغانستان کې د موټرو د تولید برخه کې ۵۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي.
نوموړي زیاته کړې، دغه پانګونه چې په کال کې به د دوه زره موټرو د تولید زمېنه برابره کړي، له ۵۰۰ څخه تر ۷۰۰ پورې افغانانو ته د کار زمېنه هم برابره کړي.
ورته مهال مولوي احمدالله زاهد د یاد شرکت د پانګونې له وړاندې شوې طرحې څخه په هرکلي سره ډاډ ورکړی، چې له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو بشپړ ملاتړ کیږي.