ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هند او پاکستان تر منځ کړکېچ؛ دواړو لوریو د پوځي تمریناتو خبر ورکړی

په کشمیر کې پر سیلانیانو له برید ۱۴ ورځې وروسته، د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ لا پسې زیات شوی او دواړه هېوادونه د یوه او بل د احتمالي برید پر وړاندې په نظامي تجهیزاتو بوخت دي.

پاکستان پرون(دوشنبه، د غويي ۱۵مه) اعلان وکړ، چې د کشمیر له برید وروسته یې دویم توغندی هم په بریالۍ توګه ازمویلی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي خپلو ایالتونو ته سپارښتنه کړې، تر څو د خلکو د امنیت د ټینګښت په موخه پوځي تمرینات وکړي.

د کشمیر له برید وروسته هند او پاکستان خپلې پولې تړلې، سوداګري یې ځنډولې او خپل هوايي حریمونه یې یو د بل د هوايي شرکتونو پر مخ تړلي دي.

سربېره پر دې د دواړو هېوادونو سرحدي ځواکونو څو ځله وسله‌والې نښتې هم کړې دي.

د هند او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي او کړکېچ پر دوام، د جرمني لوفت‌هانزا او د فرانسې ایر فرانس شرکتونو اعلان کړی، چې د پاکستان له هوایي حریم څخه یې ګټه اخیستل بند کړي.

پاکستاني چارواکي وايي، چې له هنده پر پاکستان د برید خطر لا له منځه نه دی تللی.

پرون دوشنبه د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ یو ځل بیا ویلي، چې د هند له لوري پر دې هېواد لا هم د برید خطر شته.

له دې مخکې هم عطاءالله تارړ او نورو پاکستاني چارواکو د هند له لوري پر دې هېواد د احتمالي برید خبر ورکړی و، خو هند په رسمي ډول د برید کولو یا نه کولو په اړه خپل دریځ نه دی روښانه کړی.

د هند او پاکستان تر منځ په کشمیر کې پر سیلانیانو له برید وروسته اړیکې ترینګلې شوې. په دې برید کې ۲۶ کسان وژل شوي وو.