د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال مولوي محمد يونس راشد د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيال اندريو پاول سبرټون سره لیدنه وکړه.
اندريو پاول چې د ملګرو ملتونو د سرمنشيتوب د مرستيالۍ ترڅنګ د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) د عمومي ریيس مرستيال هم دی، ویلي؛ غواړم چې له اړوندو امارتي ارګانونو سره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق پروژو په اړه خبرې وکړم او د خپلو فعاليتونو د دوام او ممکنه پراختيا په اړه مسولينو ته د خپلې پاليسۍ په رڼا کې معلومات ورکړم.
همدا راز د ځوانانو چارو مرستیال مولوي محمد يونس راشد د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال ته ښه راغلاست ووايه او خوښي يې وښوده، چې د ملګرو ملتونو د رهبرۍ لوړپوړي پلاوي افغانستان ته سفر کوي او د مغرضو رسنيو د غلطو معلوماتو پرځای په افغانستان کې شته سرتاسري امنيت، د ولس د ابادۍ او ښېرازۍ هڅې او نور مثبت اقدامات او تغيرات په خپلو سترګو وويني.
ښاغلي راشد د هغو پروژو د فعاليت په اړه چې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په مالي ملاتړ د ځوانانو چارو معينيت او موسسو ترمنځ د هوکړې له مخې دوام لري، خوښي وښوده او هيله يې څرګنده کړه؛ چې نړيواله ټولنه دې د افغان ځوانانو د تعليم، تحصيل، کاري او مسلکي ظرفيت لوړونې او روغتيايې مرستو په برخو کې خپل ملاتړ ته پراختيا ورکړي، تر څو افغان ځوانان د غير قانوني کډوالۍ، بېکارۍ او ګڼو نورو ستونزو په برخو کې بريالۍ مبارزه وکړي او د خپل هېواد د ابادۍ او ولس د ښېرازۍ لپاره خپل مسوليت ادا کړی شي.
په دې لیدنه کې ښاغلی پاول د ځوانانو چارو مرستیال ته ډاډ ورکړ، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي او هڅه به وکړي، چې نړيوالې ټولنې ته له افغانستان مثبت انځور وړاندي کړي.
د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيال سره په راغلي پلاوي کې د اسيا په کچه د UNFPA منطقوي مسول پيو او په افغانستان کې د دې ادارې مسول کوبينا اسانتي هم ملګري وو.