د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.
دې غونډې ته له اجنډا سره سم ۲۷ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې. له بحث وروسته ۱۸ پروژې تعدیل، درې منظورې او درې لغوه شوې.
همدارنګه د درېیو پروژو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، تر څو له ګټونکو شرکتونو سره د پروژو د قېمتونو په اړه مذاکره وکړي او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.
د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري «افغان کندمک شرکت» د دوه کلونو او «رفیع خالد تجارتي شرکت» بیا د شپږو میاشتو لپاره د تخلفاتو له امله په هر ډول پروژو کې له ګډون کولو محروم شول.
یادو شرکتونو د اړوندو وزارتونو او ادارو له شرایطو سره تر موافقې وروسته دوې پروژې ګټلې او د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري ورته منظورې شوې وې، چې دوی یې په ټاکلو قیمتونو او تدارکاتي شرایطو تطبیق او بشپړولو څخه انصراف وکړ او په ملي پروژو کې د ځنډ لامل وګرځېدل.
په تعدیل شویو او منظور شویو پروژو کې د قوشتېپې کانال یوه برخه، د روزګان ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د شفلوغ بند، د هلمند د سنګین ولسوالۍ نهر السراج کانال لومړی لاټ، د کندهار – سپین بولدک د دویمې برخې سړک، په مختلفو ولایتونو کې د برېښنايي پروژو لپاره د اړتیا وسایل او همداراز په لرې پرتو سیمو کې د باکیفیته مخابراتي او انټرنیټي خدماتو وړاندې کول شامل دي.
د یادو پروژو لګښت شاوخوا ۱۸ میلیارد افغانیو ته رسېږي، چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.