د عامې روغتیا وزارت له لوري اندراګاندي د ماشومانو درملنې په روغتون کې د اکسیجن د تولید دستګاه، جنراتور او برانکوسکوپي څانګه پرانیستل شوه.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر ایډوین سینیزا سلاوډر، د اروپایي ټولنې استازو، د وزارت مرکزي رییسانو، اندراګاندي د ماشومانو درملنې روغتون رییس، روغتیايي کارکوونکو او د رسنیو استازو ګډون درلود.
د عامې روغتیا وزیر د روغتیا نړیوال سازمان او اروپایي ټولنې له استازو څخه مننه کړې او ویلي یې دي، هڅه کوو چې د هېواد په ټولو ملي او تخصصي روغتونونو کې هېوادوالو ته معیاري روغتیایي خدمات وړاندې کړو.
نوموړي د سرچینو پر سالم مدیریت او شفافیت ټینګار کړی، تر څو د عامې روغتیا سکټور د نورو له احتیاجه خلاص او پر ځان بسیا شي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکو د یادو ماشینونو پر ښه ساتنه ټنګار کړی او مسولینو ته یې اړینې لارښوونې کړې دي.
د مسولینو په وینا، د یادو ماشینونو په فعالیت سره به ناروغانو ته اړینې روغتیایي اسانتیاوې رامنځته شي.
دوی ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به په همدې روغتون کې د سرطان ناروغۍ درملنې ځانګړې څانګې د جوړېدو شاهدان واوسو.
د یادونې وړ ده، چې د اکسیجن د تولید دستګاه، جنراتور او د برانکوسکوپي څانګه چې پر عصري تجهیزاتو سمبال ده، د اروپایي ټولنې په مالي مرسته د یو میلیون او ۶۵ زره ډالرو (نږدې ۷۶ میلیونه افغانۍ) په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.