هند تېر ماښام (سېشنبه، د غويي ۱۶مه) په پاکستان کې نهه مرکزونه په نښه کړي.
هند په کشمیر کې پر سیلانیانو له برید وروسته، چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول، په پاکستان کې پر بېلابېلو سیمو بریدونه کړي.
د هند حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې ځواکونو یې د “سندور” په نوم عملیاتو کې د کشمیر په ګډون د پاکستان په نهو سیمو بریدونه کړي.
د پاکستان پوځ منلې، چې هندي الوتکو په درېیو ښارونو بهاولپور، کوټلي او مظفر اباد توغنديز بریدونه کړي.
د پاکستان د پوځ ویاند ډګر جنرال احمد شریف چودري ویلي، چې تر اوسه د معلوماتو له مخې، هند په شپږو ځایونو ۲۴ بریدونه کړي. په دې بریدونو کې ۸ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.
پاکستان خپل هوايي حریم د راتلونکو ۴۷ ساعتونو لپاره تړلی او په پنجاب ایالت کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.
د راپورونو له مخې، پاکستان هم تېره شپه د کشمیر په سرحدي سیمه کې پر هندي عسکرو ډزې کړې دي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف ادعا کړې، چې هوايي دفاعي سیسټم یې د هند پینځه جنګي جټ الوتکې را نسکورې او څو بېپيلوټه یې له منځه وړې؛ حال دا چې د پاکستاني پوځ یوه ویاند بیا ویلي، د هند د توغندیزو بریدونو په غچ کې یې د هند د هوايي ځواک دوې جنګي الوتکې او یو ډرون ویشتلي دي. د هند هوايي ځواکونو په دې تړاو لا تر اوسه څه نه دي ویلي.
پاکستان ګواښ کړی، چې هند ته به پر خپل وخت د دې برید ځواب ورکړي.
د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتریش له داوړو لوریو د زغم غوښتنه کړې او د هند د پوځي عملیاتو به تړاو یې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
د پاکستان حکومت بیا نن چهار شنبه لس بجې د ملي امنیت کمېټې غونډه رابللې ده.