د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د کورډ اېډ نړیوالې موسسې د عملیاتي چارو له عمومي رییسې میرمن مونیکا ماریا، په افغانستان کې د کورډ اېډ موسسې رییس سید لطیف احمد بشردوست، له ډونرانو سره د اړیکو مسولې مېرمن جوهانا ماریا، د کورډ اېډ مرکزي دفتر د بشري پروګرامونو له رییس کورنیلیس ډي رونر او د پلاوي له نورو غړو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې ملا نورالدین ترابي یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ ویلي؛ اقلیمي بدلونونو په نړیواله کچه زیاتې منفي اغېزې کړي، چې افغانستان هم د خپل جغرافیایي موقعیت له امله له دې بدلون څخه اغېزمن شوی دی.
نوموړي زیاته کړې؛ د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې په افغانستان کې د ټولو فعالو موسسو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي، تر څو خپل فعالیتونه په شفافه او اغېزمنه توګه ترسره کړي.
ښاغلي ترابي ټینګار کړی، چې بشري مرستې باید د افغان ولس د حقیقي اړتیاوو له مخې ووېشل شي او اړین توکي باید د پروژې د پلي کېدو له ځایه وپېرل شي، ترڅو هم سیمهییز اقتصاد پیاوړی شي او هم د ګټې اخیستونکو لپاره ګټور تمام شي.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس همداراز څرګنده کړې، چې افغانستان یو له زیانمنونکو هېوادونو څخه دی، ډېری موسسې د بشري مرستو د وېش په برخه کې فعالیت کوي او موږ له هغوی تمه لرو چې د خطرونو د کمولو او مخنیوي بنسټیزو پروژو ته هم لومړیتوب ورکړي.
نوموړي همداراز ویلي؛ د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې یو جامع او بشپړ معلوماتي سیستم جوړ کړی، چې د کلیو او ولسوالیو تر کچې یې د زیانمنونکو سیمو معلومات په کې ثبت کړي او د همدې سیستم له مخې، د اسلامي امارت له بودیجې څخه وقایوي پروژې پلي کېږي.
ملا نورالدین ترابي د موسسو له مسولینو غوښتنه کړې، چې په دې برخه کې لا ډېره همکاري وکړي.
په افغانستان کې د کورډ اېډ موسسې رییس د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې د رییس له ملاتړ او همکارۍ مننه کړې او ویلي یې دي، دوی به خپل راتلونکي پرګرامونه د یادې ادارې د مشورو او لارښوونو له مخې برابر کړي.
ورته مهال، د کورډ اېډ موسسې پلاوي غړو په افغانستان کې د خپلو بشردوستانه فعالیتونو د دوام ډاډ ورکړی او ژمنه یې کړې، چې د یادې ادارې وړاندیزونه، په ځانګړې توګه د پروژې د پلي کېدو د ځایونو له بازارونو څخه د توکو اخیستلو او د وقایوي پروژو پراخول به له خپلو ملاتړ کوونکو سره شریک کړي.
په پای کې دواړو لوریو د طبیعي پېښو د مدیریت په برخه کې د لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی.